4 د هغۀ دېرش زامن وُو چا چې په دېرشو خرونو سورلى کړې وه. د جِلعاد په مُلک کښې د هغوئ دېرش ښارونه وُو، چې تر اوسه پورې د يائير په نوم ياديږى.
داؤد بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ په دې ټولو څيزونو باندې څۀ کوې؟“ ضيبا ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، خرۀ ستا د خاندان د سورلۍ دپاره دى، روټۍ او مېوې د دې سړو د خوراک دپاره دى او مے د دوئ د څښلو دپاره دى چې کله دوئ په صحرا کښې ستړى وى.“
ډېره خوشحالى وکړه، اے صيون لورې. د خوشحالۍ نه چغې ووهه، د يروشلم لورې. وګورئ، ستاسو بادشاه تاسو ته راروان دے، هغه صادق او خلاصونکے دے، هغه حليم او په خرۀ سور دے، په کوچاڼى يعنې په کوچى باندې.
د منسى قبيلې، يائير حمله وکړه او څۀ کلى يې ونيول او د ”يائير کلى“ نوم يې ورباندې کېښودو.
د منسى قبيلې يائير د ارجوب ټوله علاقه ونيوله، کوم چې بسن دے او داسې د جسور او معکه د سرحد پورې. هغۀ په دې کلو باندې خپل نوم کېښودو او دا تر اوسه پورې د يائير کلى په نوم ياديږى.
د تولع نه پس يائير د جِلعاد نه راغلو. هغه دوويشت کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو.
يائير مړ شو او په قامون کښې ښخ شو.
د هغۀ څلوېښت زامن او دېرش نمسى وُو، چې هر يو په خپل خر باندې سورلى کوله. عبدون اتۀ کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو،
ووايئ تاسو چې په سپينو خرونو باندې سورلى کوئ، او تاسو په ښو قالينونو باندې کښېنئ، او تاسو په لاره باندې پېدل مزل کوئ.