Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 10:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 هلته خلقو او د بنى اِسرائيلو د قبيلو مشرانو يو بل ته ووئيل، ”څوک چې په عمونيانو باندې وړومبے حمله وکړى نو هغه به د جِلعاد په ټولو خلقو باندې مشر شى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 10:18
10 Iomraidhean Croise  

هلته به د بادشاهۍ هيڅ هم پاتې نۀ وى، او د هغې ټول مشران به ختم شى.


د يشوَع د مرګ نه پس بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زمونږ کومې قبيلې وړومبے لاړې شى چې په کنعانيانو حمله وکړى؟“


بيا د عمونيانو لښکر د جنګ دپاره تيارے وکړو او په جِلعاد کښې يې خېمې ولګولې. بنى اِسرائيل هم راغونډ شول او په مصفاه کښې يې خېمې ولګولې.


د جِلعاد يو بهادر فوجى اِفتاح د يوې کنجرې زوئ وو. د هغۀ د پلار هم جِلعاد نوم وو.


نو اِفتاح د جِلعاد مشرانو سره لاړو او خلقو هغه د قبيلو مشر او فوجى مشر جوړ کړو. اِفتاح په مصفاه کښې د مالِک خُدائ په وړاندې خپل د تړون خبرې بيان کړې.


لږه موده پس عمونيان د بنى اِسرائيلو خِلاف جنګ له لاړل.


اِفتاح شپږ کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو. بيا هغه مړ شو او په جِلعاد کښې په يو ښار کښې ښخ شو.


هغوئ يو بل ته ووئيل، ”هغۀ ته ګورئ. هغۀ ته غوږ ونيسئ چې هغه وائى چې زما سره جنګ وکړئ. ساؤل بادشاه دا وعده کړې ده چې څوک دے ووژنى نو هغۀ له به يو لوئ اِنعام ورکړى، بادشاه به هغه کس له خپله لور هم ورکوى او د هغۀ خاندان به د محصُول ورکولو نه آزاده وى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan