17 بيا د عمونيانو لښکر د جنګ دپاره تيارے وکړو او په جِلعاد کښې يې خېمې ولګولې. بنى اِسرائيل هم راغونډ شول او په مصفاه کښې يې خېمې ولګولې.
لابن دا هم ووئيل، ”مالِک خُدائ دې په مونږ نظر وساتى چې کله مونږ د يو بل نه جدا يُو.“ نو د هغه ځائ نوم مصفاه هم شو.
د هغوئ مُلک د حسبون نه تر رامت مصفاه او بطونيم پورې او د محنايم نه تر دبير سرحد پورې خور وو.
هلته خلقو او د بنى اِسرائيلو د قبيلو مشرانو يو بل ته ووئيل، ”څوک چې په عمونيانو باندې وړومبے حمله وکړى نو هغه به د جِلعاد په ټولو خلقو باندې مشر شى.“
نو اِفتاح د جِلعاد مشرانو سره لاړو او خلقو هغه د قبيلو مشر او فوجى مشر جوړ کړو. اِفتاح په مصفاه کښې د مالِک خُدائ په وړاندې خپل د تړون خبرې بيان کړې.
بيا د مالِک خُدائ روح په اِفتاح نازل شو. هغه په جِلعاد او په منسى کښې تېر شو او په جِلعاد کښې مصفاه ته راواپس شو او د هغه ځائ نه يې د عمونيانو خِلاف روان شو.
کله چې اِفتاح واپس په مصفاه کښې کور ته لاړو، هلته د هغۀ لور د هغۀ سره مِلاوېدو له راروانه وه، ګډېده او تمبل يې وهلو. هغه يې اېک يوه لور وه، د هغۀ نور زامن او لوڼه نۀ وې.
لږه موده پس عمونيان د بنى اِسرائيلو خِلاف جنګ له لاړل.
هغوئ ووئيل، ”راشه او د عمونيانو خلاف په جنګ کښې زمونږ مشر شه.“
بيا سموئيل ټول بنى اِسرائيليان راوغوښتل چې په مصفاه کښې راغونډ شى او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ به هلته ستاسو دپاره مالِک خُدائ ته سوال وکړم.“