Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 10:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 نو هغوئ د پردو معبودانو نه ځان خلاص کړو او د مالِک خُدائ عبادت يې وکړو، نو د بنى اِسرائيلو په تکليف باندې د هغۀ زړۀ وسوزېدو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 10:16
27 Iomraidhean Croise  

نو هغه په خپلو کړو پښېمانه شو چې دوئ يې پېدا کړل او په زمکه يې آباد کړل. د هغۀ زړۀ مات شو


خو مالِک خُدائ په هغوئ مهربان او رحم کوونکے وو. او هغوئ يې دې ته نۀ پرېښودل چې تباه شى، خو د هغه لوظ په وجه يې د هغوئ مدد کولو، چې کوم يې د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره کړے وو. هغۀ هيڅکله خپل خلق نۀ هېرول.


کله چې آسا د هغه پېشګويۍ نه خبر شو چې د عوبيد زوئ عزرياه کړې وه، نو د هغۀ حوصله مضبوطه شوه. نو هغۀ د يهوداه او بنيامين په مُلک کښې او په هغه ښارونو کښې ټول پليت بُتان لرې کړل چې کوم ښارونه يې د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې قبضه کړى وُو. هغۀ د مالِک خُدائ هغه قربان‌ګاه هم بيا جوړه کړه کومه چې د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې ولاړه وه.


هغۀ د مالِک خُدائ د کور نه هغه پردى بُتان او نښې لرې کړې کومې چې هغۀ هلته اېښې وې او هغۀ د غېرو قومونو هغه قربان‌ګاه لرې کړې کومې چې د مالِک خُدائ د کور په غرۀ او په يروشلم کښې په نورو ځايونو کښې وې، هغۀ دا ټول څيزونه د ښار نه بهر يوړل او وې غورزول.


نو کۀ زما خلق څوک چې زما خپل خلق دى ما ته سوال وکړى او توبه وباسى او چې هغوئ کوم بد عمل کوى د هغې نه راوګرځى، نو بيا به زۀ په آسمان کښې د هغوئ سوال واورم، د هغوئ ګناهونه به معاف کړم او د هغوئ زمکه به بيا آباده کړم.


نو کله چې زما زړۀ خفه وو، او روح زما په ما کښې زخمى شوے وو.


هغه د هغوئ په ټولو تکليفونو کښې شريک شو. او هغوئ هغه فرښتې بچ کړل کومه چې د خُدائ پاک د حضور نه ورغلې وه. د خپلې مينې او زړۀ سواندى له وجې يې هغوئ په بيعه واخستل، او ټوله پخوانۍ زمانه کښې يې هغوئ اوچت کړى وُو او ګرځول يې.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”ولې اِسرائيل تر اوسه زما محبوب زوئ نۀ دے څۀ په چا کښې چې زۀ خوشحالېږم؟ کۀ څۀ هم چې زۀ د دۀ خلاف بار بار خبرې کوم، نو بيا هم هغه يادوم. نو په دې وجه زما زړۀ ورپسې زهيريږى، زما په زړۀ کښې د دۀ دپاره ډېر رحم دے.


اے بنى اِسرائيله، زۀ تا څنګه پرېښودے شم؟ زۀ تا څنګه دشمن ته حواله کولے شم؟ زۀ تا څنګه لکه د ادمه نورو ته حواله کولے شم؟ يا دې د ضبوئيم په شان څنګه تباه کولے شم؟ زما اراده سراسر بدله شوه. ځکه چې زما بې‌مثاله مينه ستا دپاره راوچته شوه.


اے بنى اِسرائيله، د بُتانو نه ځان لرې ساته. هغه زۀ يم چې ستاسو د دُعاګانو جواب درکوم او ستاسو خيال ساتم. زۀ د هغه ونې په شان يم چې همېشه شنه وى، ستاسو ټولې مېوې زما د طرف نه دى.“


ستا په شان خُدائ څوک دے چې په خپلو غوره شوو کښې د بچ شوو خلقو جرمونه معاف کړى او د هغوئ ګناهونه نظر انداز کوى؟ ستا غصه د همېشه دپاره نۀ وى، خو تۀ په رحم ښودلو خوشحالېږې.


نو په دې نيت هغه پاڅېدو او د خپل پلار کور طرف ته روان شو. خو هغه لا ډېر لرې وو چې د پلار پرې نظر شو نو زړۀ يې پرې درد وکړو او ورمنډه يې کړه او ورترغاړه وتو او ښکل يې کړو.


هر کله چې هغه نزدې راغلو، ښار يې وليدلو نو هغۀ په دې باندې وژړل،


هغۀ تپوس وکړو چې، ”هغه تاسو کوم ځائ دفن کړے دے؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”مالِکه، راشه او وې ګوره.“


نو د دې په ځائ په خپلو کښې په يو بل رحم کوئ او نرمى اختياروئ، او تاسو يو بل معاف کوئ، لکه څنګه چې خُدائ پاک په مسيح کښې تاسو معاف کړئ.


مالِک خُدائ به خپل خلق بچ کړى کله چې هغه ووينى چې د هغوئ طاقت ختم شو. هغه به په هغوئ رحم وکړى څوک چې د هغۀ خِدمت کوى، کله چې وګورى چې هغوئ څومره بې‌مددګاره دى.


په دې وجه زۀ هغې پيړۍ ته غصه وم او ما وفرمائيل چې همېشه د دوئ زړونه زما نه لرى شوى دى، او دوئ زما لارې ونۀ پېژندلې.


ځکه چې زمونږ داسې مشر اِمام نۀ دے څوک چې زمونږ په کمزورتياو کښې مونږ سره همدردى ونۀ کړى بلکې هغه په ټولو خبرو کښې زمونږ په شان وآزمائيلے شو خو بيا هم بې‌ګناه وو.


نو يشوَع ورته وفرمائيل، ”تاسو سره چې کوم پردى بُتان دى نو د هغې نه ځان خلاص کړئ، نو داسې به تاسو د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک سره وفادار اوسئ.“


کله هم چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له يو قاضى ورکړو، نو مالِک خُدائ به د هغه قاضى مل وو او خلق به يې د خپلو دشمنانو نه بچ کول چې تر کومې به هغه قاضى ژوندے وو. نو مالِک خُدائ به په هغوئ رحم کولو ځکه هغوئ د خپلو تکليفونو او مصيبتونو لاندې فرياد کولو.


بيا هغوئ مالِک خُدائ ته وئيل چې، مونږ ګناه کړې ده ځکه مونږ ستا نه واوړېدو او د بعل او عستارات د بُتانو عبادت مو وکړو. مونږ د خپلو دشمنانو نه بچ کړه او مونږ به ستا عبادت کوُو.


سموئيل بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”کۀ تاسو د زړۀ د اخلاصه مالِک خُدائ ته راواوړئ، نو تاسو به خامخا د ټولو پردو معبودانو او عستارات بُتانو نه ځان خلاصوئ. خپل ځانونه مالِک خُدائ ته حواله کړئ او صِرف د هغۀ عبادت کوئ او هغه به تاسو د فلستيانو د زور نه خلاص کړى.“


نو بنى اِسرائيلو د بعل او عستارات د بُتانو نه خپل ځانونه خلاص کړل او صِرف د مالِک خُدائ عبادت يې کولو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan