15 خو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته ووئيل، ”مونږ ګناه کړې ده. څۀ چې ستا خوښه وى نو هغه راسره وکړه، خو نن مونږ بچ کړه.“
تکړه شه او حوصله مضبوطه کړه. راځئ چې د خپلو خلقو او د خُدائ پاک د ښارونو دپاره سخت جنګ وکړُو. او مالِک خُدائ به هغه څۀ کوى چې د هغۀ په نظر کښې صحيح وى.“
داؤد وفرمائيل، ”ما د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې ده.“ ناتن ورته وفرمائيل، ”خو مالِک خُدائ تۀ معاف کړے يې، تۀ به نۀ مرې.
خو کۀ هغه زما نه رضا نۀ وى نو چې د هغۀ څۀ خوښه وى نو هغه شان دې راسره وکړى.“
خو چې کله داؤد مردمشمارى وکړه نو خپل ضمير هغه ملامته کول شروع کړل او هغۀ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”ما چې څۀ کړى دى نو دا مې يوه سخته ګناه کړې ده، مالِکه خُدايه، زما غلطى معاف کړه. ما د کم عقلتوب کار کړے دے.“
داؤد جواب ورکړو، ”زۀ د نااُميدۍ په حالت کښې يم. خو زۀ دا نۀ غواړم چې ما له انسان سزا راکړى. پرېږده چې مالِک خُدائ په خپله مونږ له سزا راکړى، ځکه چې هغه رحمان او رحيم دے.“
هغه به نورو کسانو ته وائى چې، ما ګناه کړې ده، او د نېکۍ په ځائ مې بدى کړې ده. او خُدائ پاک ما له د هغې سزا نۀ ده راکړې د څۀ چې زۀ لائق وم.
هر هغه څوک چې په خپله ګناه باندې پرده اچوى نو دے به کامياب نۀ شى، خو هر هغه څوک چې د ګناه اعتراف وکړى او هغه بس کړى نو په هغۀ به رحم وشى.
اے مالِکه خُدايه، چې هغوئ په مصيبت کښې ګېر شول نو ستا تلاش يې شروع کړو او ستا د تنبيه لاندې يې دُعا شروع کړه.
ما ووئيل، زۀ ستا د حضور نه شړلے شوے يم، خو زۀ به بيا هم ستا مقدس کور ته ګورمه.
څۀ پته لګى؟ کېدے شى چې خُدائ پاک خپله فېصله بدله کړى او خپل سخت غضب ختم کړى، او مونږ د تباه کېدو نه بچ شُو.“
اوس مونږ ستاسو په قبضه کښې يُو، څۀ چې درته ښۀ ښکارى نو هم هغه شان وکړئ.“
بيا هغوئ مالِک خُدائ ته وئيل چې، مونږ ګناه کړې ده ځکه مونږ ستا نه واوړېدو او د بعل او عستارات د بُتانو عبادت مو وکړو. مونږ د خپلو دشمنانو نه بچ کړه او مونږ به ستا عبادت کوُو.
نو سموئيل ورته هغه هر څۀ وفرمائيل، هغۀ ترې نه يوه خبره پټه ونۀ ساتله. عيلى وفرمائيل، ”هغه مالِک خُدائ دے، هغۀ ته چې څۀ ښۀ ښکارى نو هم هغه به وکړى.“
نو هغوئ ټول په مصفاه کښې راغونډ شول. هغوئ څۀ اوبۀ راوويستلې او مالِک خُدائ ته يې د يوې نذرانې په توګه توئ کړې او ټوله ورځ يې روژه ونيوله. هغوئ ووئيل، ”مونږ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې ده.“ نو سموئيل په مصفاه کښې د بنى اِسرائيلو مشر جوړ شو.