Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 10:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 مالِک خُدائ هغوئ له دا جواب ورکړو، ”مِصريانو، اموريانو، عمونيانو، فلستيانو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 10:11
14 Iomraidhean Croise  

نو، په هغه ورځ مالِک خُدائ بنى اِسرائيل د مِصريانو د زور نه بچ کړل او بنى اِسرائيلو هغوئ وليدل چې د درياب په غاړه مړۀ پراتۀ وُو.


نو بنى اِسرائيلو عوج، د هغۀ زامن او د هغۀ ټول خلق ووژل، هيڅ څوک يې ژوندى پرې نۀ ښودل او بيا هغوئ د هغۀ مُلک ونيولو.


او د ايمان په وسيله بنى اِسرائيل په بحرِقُلزم داسې پورې وتل لکه چې په وُچه زمکه، خو کله چې مِصريانو د پورې وتو کوشش وکړو نو غرق شول.


هغوئ د مالِک خُدائ عبادت پرېښودو، کوم چې د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک وو، هغه خُدائ پاک چې هغوئ يې د مِصر د مُلک نه راويستلى وُو او هغوئ د نورو معبودانو عبادت شروع کړو، د هغه خلقو د معبودانو چې د هغوئ په خواوشا کښې اوسېدل، هغوئ ورته سجدې وکړې او مالِک خُدائ يې په غصه کړو.


هغۀ ورته ووئيل، ”په ما پسې راځئ. مالِک خُدائ تاسو له په خپلو دشمنانو يعنې موآبيانو باندې فتح درکړې ده.“ نو هغوئ په اهُود پسې لاندې لاړل او هغه ځائ يې قبضه کړو چې په کوم ځائ کښې به موآبيان د اُردن سيند نه پورې وتل، هغوئ هيچا له هم د پورې وتلو اجازت ورنۀ کړو.


ورپسې مشر د عنات زوئ شمجر وو. هغۀ شپږ سوه فلستيان په تېرۀ لښته باندې ووژل او بنى اِسرائيليان يې هم بچ کړل.


کله چې يعقوب او د هغۀ خاندان مِصر ته لاړل، نو ستاسو پلار نيکۀ د مدد دپاره فرياد وکړو او هغۀ موسىٰ او هارون راولېږل او هغوئ ستاسو پلار نيکۀ د مِصر نه راوويستل او په دې مُلک کښې يې دېره کړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan