Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 10:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 نو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته فرياد وکړو او وې وئيل، ”مونږ ستا خِلاف ګناه کړې ده، ځکه چې مونږ تۀ، زمونږ خپل خُدائ پاک پرېښودې او د بعل د بُتانو عبادت مو وکړو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 10:10
11 Iomraidhean Croise  

نو بيا هغوئ په سخته کښې مالِک خُدائ ته ژړا وکړه، او هغۀ هغوئ د مصيبت نه خلاص کړل.


نو بيا هغوئ په سخته کښې مالِک خُدائ ته ژړا وکړه، او هغوئ يې د مصيبت نه خلاص کړل.


نو بيا هغوئ په سخته کښې مالِک خُدائ ته فرياد وکړو، او هغوئ ته يې د مصيبت نه خلاصون ورکړو.


دوئ د لرګى نه جوړ شوى بُت ته وائى چې تۀ زما پلار يې، او د کاڼى نه جوړ شوى بُت ته وائى چې تۀ زما مور يې. دوئ ټولو ما ته د مخ په ځائ شا کړې ده، خو چې کله هم څۀ تکليف ورباندې راشى نو بيا ما ته خواست کوى چې راشه او مونږ ته خلاصون راکړه.


عمونيان د اُردن نه هم پورې وتل چې د يهوداه، بنيامين او اِفرائيم قبيلو سره جنګ وکړى. بنى اِسرائيليان په سخت کړاؤ کښې وُو.


بيا بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته فرياد وکړو او مالِک خُدائ د هغوئ د بچ کولو دپاره يو خلاصونکے ورولېږلو. دا عتنى‌اېل وو چې د کالب د کشر ورور قنز زوئ وو.


د يابين نهۀ سوه د اوسپنې ګاډۍ وې او هغۀ د ظلم زياتى سره شل کاله په بنى اِسرائيلو حکومت وکړو. بيا بنى اِسرائيلو د مدد دپاره مالِک خُدائ ته فرياد وکړو.


بنى اِسرائيليان د ميديانيانو په وجه بې‌وسه شول. نو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته د مدد دپاره فرياد وکړو.


بيا هغوئ مالِک خُدائ ته وئيل چې، مونږ ګناه کړې ده ځکه مونږ ستا نه واوړېدو او د بعل او عستارات د بُتانو عبادت مو وکړو. مونږ د خپلو دشمنانو نه بچ کړه او مونږ به ستا عبادت کوُو.


نو هغوئ ټول په مصفاه کښې راغونډ شول. هغوئ څۀ اوبۀ راوويستلې او مالِک خُدائ ته يې د يوې نذرانې په توګه توئ کړې او ټوله ورځ يې روژه ونيوله. هغوئ ووئيل، ”مونږ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې ده.“ نو سموئيل په مصفاه کښې د بنى اِسرائيلو مشر جوړ شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan