6 ادونىبزق وتښتېدو، خو هغوئ ورپسې وُو او وې نيولو او د لاسونو او پښو مټې ګوتې يې ترې نه پرې کړې.
دا فرمان د فارس په ټول سلطنت کښې په هغه ورځ عملى کولے شو چې کومه د يهوديانو د وژلو دپاره مقرره وه، دا د دولسمې يعنې د ادر مياشتې ديارلسمه ورځ وه.
مالِک خُدائ په خپله شهزادګان سپکوى هغه هغوئ په خوشى دشتو کښې سرګردانوى.
چې د هغوئ بادشاهان په هتکړُو کښې وتړى او د هغوئ مشران دې په بيړو کښې وتړى،
خو تۀ دوئ مۀ وژنه، اے مالِکه زمونږ ډاله، ځکه چې زما قوم به دا سبق هېر کړى. په خپل طاقت دې دوئ تس نس کړه او تۀ دوئ ښکته راګزار کړه،
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خپل لاس د درياب دپاسه اوږد کړه، نو اوبۀ به په مِصريانو، د هغوئ په جنګى ګاډو او په آسونو سوارو کسانو واپس راشى.“
د سترګې په بدل کښې سترګه، او د غاښ په بدل کښې غاښ، د لاس په بدل کښې لاس، د پښې په بدل کښې پښه،
ګډ حلال کړه او څۀ وينه يې واخله او دا د هارون او د هغۀ د زامنو د ښى غوږُونو په نرمو ځايونو پورې، د هغوئ د ښى لاسونو په غټو ګوتو پورې او د هغوئ د ښۍ پښو په غټو ګوتو پورې ولګوه. بيا هغه پاتې وينه د قربانګاه څلورو واړو طرفونو ته وشينده.
نو ځکه مالِک خُدائ فرمائى چې، تاسو زما پيروى ونۀ کړه، تاسو د خپل مُلک خلقو ته د آزادۍ اعلان ونۀ کړو. نو زۀ اوس بيا تاسو ته دغه شان د آزادۍ اعلان کوم. مالِک خُدائ فرمائى چې ستاسو آزادى به داسې وى چې زۀ به تاسو په تُورې، وبا او قحط باندې مړۀ کړم. زۀ به تاسو ټولې دُنيا ته د عبرت او د يرې سبب وګرځوم.
د هرې خوا نه د هغۀ خلاف د جنګ چغې ووهئ. وګورئ هغه محاصره شوے دے، د هغۀ دېوالونه راغورزېدلى دى. دا د مالِک خُدائ د انتقام اخستو ورځ ده، د بابل نه انتقام واخلئ. کوم سلوک چې هغوئ د نورو سره کړے وو هم هغه شان سلوک ورسره وکړئ.
کالب وفرمائيل، ”زۀ به خپله لور عکسه هغه سړى له ورکړم چې وادۀ يې کړى چې کوم سړے د قِريَتسِفر په قبضه کولو کښې کامياب شى.“
هغوئ ادونىبزق هلته وموندلو او د هغۀ سره يې جنګ وکړو.
ادونىبزق ووئيل، ”اويا داسې بادشاهانو زما د دسترخوان نه پاتې شوې ټُکړې راټولې کړې دى چې د هغوئ د لاسونو او د پښو غټې ګوتې پرې کړے شوې وې. اوس خُدائ پاک ما سره هم هغه شان وکړل لکه څنګه چې ما د هغوئ سره کړى وُو.“ هغه يروشلم ته بوتلے شو، چرته چې هغه مړ شو.