Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 1:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 او د يهوداه قبيله په شريکه جنګ له لاړل. مالِک خُدائ هغوئ له په کنعانيانو او فرزيانو فتح ورکړه او هغوئ د بزق په ښار کښې لسو زرو سړو له شکست ورکړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 1:4
17 Iomraidhean Croise  

کله چې هغه د بادشاه په مخکښې حاضر شو، نو بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”ميکاياه، ما او يهوسفط له په رامات‌جِلعاد باندې حمله کول په کار دى او کۀ نه؟“ ميکاياه ورته د چل سره ووئيل، ”آو، حمله ورباندې وکړئ، بې‌شکه تاسو به بريالى شئ. مالِک خُدائ به تاسو له فتح درکړى.“


نو اخى‌اب تقريباً څلور سوه پېغمبران راغونډ کړل، او تپوس يې ترې نه وکړو، ”ما له په رامات‌جِلعاد باندې حمله کول په کار دى او کۀ نه؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”آو، حمله پرې وکړه، مالِک خُدائ به فتح درکړى.“


تا په خپل طاقت سره هغه قومونه وويستل، او زمونږ پلار نيکۀ دې ودان کړل، هغه خلق دې تباه کړل، زمونږ پلار نيکۀ دې آزاد کړل.


د دوئ نه وړاندې‎ هغۀ د هغې مُلک نه خلق وشړل، او په ميراث کښې د هغوئ زمکې دوئ ته حواله کړې او هغۀ د بنى اِسرائيلو ټولې قبيلې د دوئ په کورنو کښې سمبالې کړې.


کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو په هغه خلقو زورَور کړى او شکست ورکړئ، نو هغوئ ټول ووژنئ. د هغوئ سره لوظ مۀ کوئ او چې هيڅ رحم ورباندې ونۀ کړئ.


خو تاسو به په خپله وګورئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به د بل شوى اور په شان ستاسو نه مخکښې روان وى. چې مخ په وړاندې ځئ نو خُدائ پاک به هغوئ له شکست ورکړى، هغوئ به وشړئ او زر به يې تباه کړئ، هم هغه شان چې څنګه هغۀ وعده کړې ده.


د يهوداه خلقو د شمعون قبيلې يعنې خپلو رشته‌دارو ته ووئيل، ”مونږ سره هغه علاقې ته لاړ شئ چې مونږ له راکړے شوې ده او مونږ به په شريکه د کنعانيانو سره جنګ وکړُو. بيا به مونږ ستاسو سره هغه علاقې ته لاړ شو کومه چې تاسو له درکړے شوې ده.“ نو د شمعون قبيله


هغوئ ادونى‌بزق هلته وموندلو او د هغۀ سره يې جنګ وکړو.


نو اِفتاح د عمونيانو سره جنګ دپاره د سيند نه پورې وتلو او مالِک خُدائ هغۀ له فتح ورکړه.


نو داسې بنى اِسرائيل د کنعانيانو، حِتيانو، اموريانو، فرزيانو، حِويانو او يبوسيانو سره اوسېدل.


ساؤل هغوئ په بزق کښې راغونډ کړل، هغوئ درې لاکه د بنى اِسرائيل نه وُو او دېرش زره د يهوداه د قبيلې کسان وُو.


خو کۀ هغوئ مونږ ته ووائى چې راشئ، نو مونږ به ورشُو، ځکه چې دا به د هغه فتحې نښه وى چې مالِک خُدائ مونږ له په هغوئ باندې راکړې ده.“


يونتن هغه وسله وړُونکى زلمى ته ووئيل، ”راځه چې د هغه ناسنته خلقو قلعې ته ورواوړُو. کېدے شى چې مالِک خُدائ زمونږ مدد وکړى، مالِک خُدائ د ډېرو يا د لږو خلقو په ذريعه هم خلاصون ورکولے شى او داسې يو څيز هم نشته چې هغه رايسار کړى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan