34 اموريانو د دان قبيلې خلق مجبور کړل چې د غرونو مُلک ته لاړ شى او هغوئ يې دې ته نۀ پرېښودل چې لاندې مېدان ته لاړ شى.
کله چې د دان د خلقو نه زمکه لاړه، نو هغوئ لشم ته لاړل او حمله يې پرې وکړه. هغه يې قبضه کړو، د دې خلق يې ووژل او په مُلک باندې يې خپله دعوىٰ وکړه. هغوئ هلته اوسېدل او د هغه ښار نوم يې د لشم نه دان ته بدل کړو، يعنې د خپل پلار نيکۀ نوم دان يې ورباندې کېښودو.
د نفتالى قبيلې هغه خلق ونۀ شړل کوم چې د بيتشمس او بيتعنات په ښارونو کښې اوسېدل. د نفتالى خلق د هغه ځائ د کنعانيانو سره اوسېدل، خو هغوئ يې دې ته مجبور کړل چې د هغوئ دپاره کار کوى.
اموريان په ايالون، سعلبيم، او د حِرس په غرۀ کښې دېره وُو، خو د اِفرائيم او منسى قبيلې طاقتورې شوې او د هغوئ نه يې په زور کار اخستو.
په هغه وخت کښې چې د بنى اِسرائيلو يو بادشاه هم نۀ وو نو په هغه ورځو کښې د دان قبيلې يوه داسې علاقه لټوله چې دعوىٰ پرې وکړى او قبضه يې کړى ځکه چې د بنى اِسرائيلو په قبيلو کښې هغوئ ته خپله زمکه نۀ وه مِلاو شوې.