Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 1:33 - Pakistani Yousafzai Pashto

33 د نفتالى قبيلې هغه خلق ونۀ شړل کوم چې د بيت‌شمس او بيت‌عنات په ښارونو کښې اوسېدل. د نفتالى خلق د هغه ځائ د کنعانيانو سره اوسېدل، خو هغوئ يې دې ته مجبور کړل چې د هغوئ دپاره کار کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 1:33
7 Iomraidhean Croise  

مالِک ما له د ښۀ کولو اجر راکړے دے، هغه ‎پوهيږى چې زۀ بې‌ګناه يم.


چرته چې دا د ادوم د غرونو مُلک طرف ته د بعله نمرپرېواتۀ طرف ته تاو وو، د يعريم يعنې کسلون غرۀ شمالى طرف ته، لاندې بيت‌شمس ته تلے وو او د تمنت نه تېر وو.


د زبولون قبيلې هغه خلق ونۀ شړل کوم چې د قِطرون او نهلال په ښارونو کښې اوسېدل، نو کنعانيان هم هلته د هغوئ سره اوسېدل او دې ته مجبور وُو چې د هغوئ دپاره کار کوى.


د آشر قبيلې خلق د هغه ځائ د کنعانيانو سره اوسېدل، ځکه چې هغوئ کنعانيان ونۀ شړل.


اموريانو د دان قبيلې خلق مجبور کړل چې د غرونو مُلک ته لاړ شى او هغوئ يې دې ته نۀ پرېښودل چې لاندې مېدان ته لاړ شى.


اموريان په ايالون، سعلبيم، او د حِرس په غرۀ کښې دېره وُو، خو د اِفرائيم او منسى قبيلې طاقتورې شوې او د هغوئ نه يې په زور کار اخستو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan