32 د آشر قبيلې خلق د هغه ځائ د کنعانيانو سره اوسېدل، ځکه چې هغوئ کنعانيان ونۀ شړل.
هلته ابنير اشبوست د دې علاقو بادشاه جوړ کړو يعنې د جِلعاد، آشر، يزرعيل، اِفرائيم او بنيامين او په حقيقت کښې د ټول اِسرائيل بادشاه يې جوړ کړو.
د آشر قبيلې هغه خلق ونۀ شړل کوم چې د عکو، صيدا، احلاب، اکزيب، حلبه، افيق، رِحوب په ښارونو کښې اوسېدل.
د نفتالى قبيلې هغه خلق ونۀ شړل کوم چې د بيتشمس او بيتعنات په ښارونو کښې اوسېدل. د نفتالى خلق د هغه ځائ د کنعانيانو سره اوسېدل، خو هغوئ يې دې ته مجبور کړل چې د هغوئ دپاره کار کوى.