30 د زبولون قبيلې هغه خلق ونۀ شړل کوم چې د قِطرون او نهلال په ښارونو کښې اوسېدل، نو کنعانيان هم هلته د هغوئ سره اوسېدل او دې ته مجبور وُو چې د هغوئ دپاره کار کوى.
خو چې هغۀ ته پته ولګېږى چې د هغۀ د آرام ځائ ښۀ دے او چې هغه مُلک هم ښائسته دے. نو هغه به خپله ملا بار وړلو له راښکته کړى او د نوکر په شان کار ترې اخستے شى.
په دې کښې قطات، نحلال، سِمرون، اِداله او بيتلحم شامل وُو، دا ټول دولس ښارونه وُو، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى وُو.
د اِفرائيم قبيلې هغه کنعانيان ونۀ شړل چې د جزر په ښار کښې اوسېدل، نو کنعانيان هم هلته د هغوئ سره اوسېدل.
د آشر قبيلې هغه خلق ونۀ شړل کوم چې د عکو، صيدا، احلاب، اکزيب، حلبه، افيق، رِحوب په ښارونو کښې اوسېدل.