28 کله چې بنى اِسرائيليان طاقتور شول، نو هغوئ کنعانيان دې ته مجبور کړل چې د هغوئ دپاره کار کوى، خو بيا يې هم هغوئ ټول ونۀ شړل.
نو هغۀ وفرمائيل چې، ”په کنعان دې لعنت وى، هغه دې د ټولو وروڼو د نوکرانو غلام شى.
مالِک خُدائ دې شيم بختور کړى، او کنعان دې د هغۀ غلام کړى.
محنتى لاسونه به حکومت کوى، خو ناراستى به دې غلام کړى.
کۀ هغوئ دروازې کولاو کړى او تسليم شى، نو هغوئ به ټول ستاسو غلامان وى او ستاسو دپاره به بېګار کوى.
اګر چې کله بنى اِسرائيليان تکړه هم شول، نو هغوئ بيا هم ټول کنعانيان ونۀ شړل، خو کنعانيان يې دې ته مجبور کړل چې په زبردستۍ ترې نه کار واخلى.
د منسى قبيلې هغه خلق ونۀ شړل چې کوم د بيتشان، تعنک، دور، ابليعام، مِجدو او په ګېرچاپېره کلو کښې اوسېدل، او کنعانيان هم هلته دېره وُو.
د اِفرائيم قبيلې هغه کنعانيان ونۀ شړل چې د جزر په ښار کښې اوسېدل، نو کنعانيان هم هلته د هغوئ سره اوسېدل.
بنى اِسرائيليان په هغه ورځ د لوږې نه کمزورى شوى وُو، ځکه چې ساؤل قسم سره دا حُکم کړے وو، ”په هغه کس دې لعنت وى چې څوک نن د ماښام نه مخکښې څۀ وخورى چې تر کومې ما د خپلو دشمنانو نه بدل نۀ وى اخستے.“ نو ټوله ورځ د لښکر يو کس هم څۀ ونۀ خوړل.