Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 1:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 د منسى قبيلې هغه خلق ونۀ شړل چې کوم د بيت‌شان، تعنک، دور، ابليعام، مِجدو او په ګېرچاپېره کلو کښې اوسېدل، او کنعانيان هم هلته دېره وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 1:27
16 Iomraidhean Croise  

چې کله يوسياه بادشاه وو، نو د مِصر بادشاه نِکوه فِرعون د فرات سيند له يو لښکر بوتلو چې د اسور بادشاه مدد وکړى. يوسياه بادشاه په مِجدو کښې د مِصرى لښکر سره مخامخ شو او په جنګ کښې ووژلے شو.


اخزياه خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغه په خپله جنګى ګاډۍ کښې د بيت‌هګان ښار طرف ته وتښتېدو او ياهُو ورپسې وو. ياهُو خپلو سړو له حُکم ورکړو، ”دے هم ووژنئ.“ او چې کله هغۀ د ابليعام ښار سره نزدې جور ته خپله جنګى ګاډۍ روانه کړې وه نو هغه يې زخمى کړو، خو تر هغې پورې روان وو چې د مِجدو ښار ته ورسېدو او هلته مړ شو.


د هغوئ يا د هغوئ د معبودانو سره لوظ مۀ کوئ.


لعنت دې په هغه کسانو وى څوک چې د مالِک خُدائ په کار کښې غفلت کوى، او خپله تُوره د وينو توېدو نه بچ ساتى.


کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو په هغه خلقو زورَور کړى او شکست ورکړئ، نو هغوئ ټول ووژنئ. د هغوئ سره لوظ مۀ کوئ او چې هيڅ رحم ورباندې ونۀ کړئ.


د نمرپرېواتۀ طرف ته منسى د علاقې نه هغوئ له دوه ښارونه ورکړے شوى وُو، تعنک او جات رِمون، چې د څرن زمکې ورسره وې.


د يشوَع د مرګ نه پس بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زمونږ کومې قبيلې وړومبے لاړې شى چې په کنعانيانو حمله وکړى؟“


خو د بنيامين د قبيلې خلقو هغه يبوسيان ونۀ شړلے شول چې په يروشلم کښې اوسېدل او هم د هغه وخت نه يبوسيان هلته د بنيامين د خلقو سره اوسيږى.


وروستو دا سړے د حِتيانو مُلک ته لاړو، هلته يې يو ښار جوړ کړو او په دې باندې يې لوز نوم کېښودو، تر اوسه پورې يې هم دغه نوم دے.


کله چې بنى اِسرائيليان طاقتور شول، نو هغوئ کنعانيان دې ته مجبور کړل چې د هغوئ دپاره کار کوى، خو بيا يې هم هغوئ ټول ونۀ شړل.


په تعنک کښې، د مِجدو نِهر سره، بادشاهان راغلل او هغوئ جنګ وکړو، د کنعان بادشاهانو جنګ وکړو، خو هغوئ سپين زر لوټ نۀ کړل.


خو ساؤل او د هغۀ سړو د اجاج ژوند بچ کړو او ښې ګډې، څاروى او څورب سخى او ګډُورى يې ونۀ وژل او داسې نور ښۀ څيزونه يې هم تباه نۀ کړل، هغوئ صِرف هغه څيزونه تباه کړل چې کمزورى او بې‌کاره وُو.


بيا هغوئ د هغۀ وسلې د عستارات په بُت‌خانه واچولې او هغوئ د هغۀ لاش د بيت‌شان ښار په دېوال پورې په مېخونو ټک وهلو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan