21 خو د بنيامين د قبيلې خلقو هغه يبوسيان ونۀ شړلے شول چې په يروشلم کښې اوسېدل او هم د هغه وخت نه يبوسيان هلته د بنيامين د خلقو سره اوسيږى.
يبوسى، امورى، جرجاسى،
داؤد بادشاه او ټول بنى اِسرائيليان لاړل او د يروشلم په ښار يې حمله وکړه. په هغه وخت کښې يروشلم د يبوس په نوم يادېدو او د هغۀ مُلک اصلى اوسېدونکى يعنې يبوسيان تر هغه وخته پورې هلته اوسېدل.
دا د خپلو ډلو اولنى مشران وُو، د هغوئ نومونه په نسبنامه کښې ليکلے شوى وُو او هغوئ ټول په يروشلم کښې اوسېدل.
او هغوئ هغه قومونه هغه شان تباه نۀ کړل لکه څنګه چې مالِک خُدائ د هغوئ د وژلو حُکم کړے وو،
خو د يهوداه خلق د دې قابل نۀ وُو چې هغه يبوسيان وشړى کوم يبوسيان چې په يروشلم کښې اوسېدل. يبوسيان تر اوسه پورې هلته د يهوداه د خلقو سره اوسيږى.
د اِفرائيم او منسى قبيلې لاړې چې په بيتايل ښار باندې حمله وکړى په هغه وخت کښې د دې لوز نوم وو. مالِک خُدائ د هغوئ مدد وکړو. هغوئ هغه ښار ته جاسوسان ولېږل،
د منسى قبيلې هغه خلق ونۀ شړل چې کوم د بيتشان، تعنک، دور، ابليعام، مِجدو او په ګېرچاپېره کلو کښې اوسېدل، او کنعانيان هم هلته دېره وُو.
د يهوداه سړو په يروشلم حمله وکړه او قبضه يې کړو. هغوئ د دې خلق ووژل او په ښار يې اور ولګولو.