Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 1:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 لکه څنګه چې موسىٰ حُکم کړے وو، حبرون کالب ته ورکړے شو، کالب د عناق د اولاد درې قبيلې د هغه ښار نه شړلې وې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 1:20
10 Iomraidhean Croise  

هغوئ اول د هغه مُلک جنوبى برخې ته ننوتل او حبرون ته راغلل، چرته چې د اخيمان، سيسى او تلمى قبيلې اوسېدلې چې هغوئ عناقيان وُو او د دېوانو د نسل اولاد وو. حبرون د مِصرى ښار ضُعن نه اووۀ کاله مخکښې آباد کړے شوے وو.


خو زما خِدمتګار کالب د نورو په شان نۀ دے او هغۀ په پوره توګه زما تابعدارى کړې ده، نو زۀ به دے هغه مُلک له راولم کوم چې هغۀ ليدلے دے او هغه مُلک به د هغۀ د اولاد شى


صِرف د يفُنه زوئ کالب به ورننوځى. ځکه چې هغه په ما ايمان لرى او زۀ به هغۀ او د هغۀ اولاد له هغه مُلک ورکړم د کوم چې هغۀ معلومات حاصل کړى دى.


د دې نه پس، يشوَع او د هغۀ لښکر د عجلون نه حبرون ته وختل، حمله يې پرې وکړه


په هغه وخت کښې يشوَع لاړو او د دېوانو نسل عناقيان يې تباه کړل چې د غرونو په مُلک کښې، حبرون، دبير، عناب او د يهوداه او بنى اِسرائيل د غرونو په ټول مُلک کښې اوسېدل. يشوَع هغوئ او د هغوئ ښارونه پوره تباه کړل.


د حبرون ښار مخکښې د قِريَت‌اربع په نوم يادېدو، ځکه چې اربع د ټولو نه لوئ عناقے وو. نو بيا په هغه مُلک کښې جنګونه ختم شول او امن و امان شو.


هغوئ د کنعانيانو خِلاف روان شول. کنعانيان د حبرون په ښار کښې اوسېدل، چې مخکښې دا د قِريَت‌اربع په نوم يادېدو او هلته هغوئ د سيسى، اخيمان او تلمى ډلو له شکست ورکړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan