Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 1:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 د موسىٰ د سخر اولاد قينيان د کجورو د ونو ښار يريحو نه د يهوداه خلقو سره روان وُو، د يهوداه صحرا ته داخل شول. هغوئ په جنوب کښې د عراد د ښار سره نزدې، خلقو سره اوسېدل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 1:16
26 Iomraidhean Croise  

او کومې قبيلې چې په ليکلو کښې ماهِران وُو هغوئ په يعبيض کښې اوسېدل: هغوئ تِرعايان، سِمعيان او سوکاتيان وُو. هغوئ د حمات د قينيانو اولاد وو. حمات د ريکاب د خاندان پلار نيکۀ وو.


ادوميانو په يهوداه باندې بيا حملې شروع کړې او ډېر قېديان يې ونيول، نو په دې وجه احاز بادشاه د اسور بادشاه تغلت فلاسر نه مدد وغوښتو.


د موسىٰ سخر يترو، څوک چې د ميديان اِمام وو، هغۀ د هغه هر څۀ په حقله واورېدل چې خُدائ پاک د موسىٰ او د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره کړى وُو او چې مالِک خُدائ هغوئ څنګه د مِصر نه راويستلى وُو.


بيا يترو يوه پوره سوزېدونکې قربانى پېش کړه او ورسره يې نورې قربانۍ هم راوړلې چې د خُدائ پاک په حضور کښې يې پېش کړى، هارون او د بنى اِسرائيلو نور ټول مشران د يترو سره د خُدائ پاک حضور ته لاړل، چې د عبادت په شکل کښې د قربانۍ دغه روټۍ وخورى.


بيا موسىٰ يترو رُخصت کړو او يترو خپل مُلک ته واپس لاړو.


نو موسىٰ هغۀ سره مِلاوېدو دپاره بهر لاړو، د هغۀ په مخکښې د عزت نه ټيټ شو او ښُکل يې کړو. هغوئ د يو بل د خېر خېريت پوښتنه وکړه او بيا د موسىٰ خېمې ته دننه راغلل.


د موسىٰ سخر يترو د ميديان اِمام وو. يوه ورځ چې کله موسىٰ د هغۀ ګډې او چېلۍ څرولې، هغۀ رمه د بيابان نه واړوله او د خُدائ پاک غر سينا ته راغلو.


بيا موسىٰ واپس خپل سخر يترو له لاړو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”ما له اجازت راکړه چې واپس مِصر ته لاړ شم چې وګورم چې زما خپلوان ژوندى دى او کۀ نه.“ يترو موسىٰ ته ووئيل، ”په خېر لاړ شه.“


”د ريکاب خاندان ته لاړ شه او هغوئ ته دعوت ورکړه چې د مالِک خُدائ کور ته راشى نو بيا هغوئ هلته يوې کوټې ته بوځه او د څښلو دپاره ورله مے ورکړه.“


کله چې د کنعان په جنوبى حِصه کښې د عراد بادشاه واورېدل چې بنى اِسرائيل د اتهارِم په لاره راروان دى، نو هغۀ ورباندې حمله وکړه او څۀ يې ترې نه ونيول.


په دغه ورځو کښې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ راغے چې د يهوديه په بيابان کښې يې دا بيان کولو چې،


د صحرا برخه، او هغه مېدان چې د ضُعر نه د يريحو پورې رسيږى، چې د کجورو د ونو ښار دے.


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”دا هغه مُلک دے چې ما د دې وعده د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره کړې ده چې د هغوئ اولاد له به يې ورکوم. ما د دې کتلو ته پرېښودې خو هلته تلو ته به دې نۀ پرېږدم.“


د بنيامين د قوم د قبيلو ښارونه دا وُو، يريحو، بيت‌حجلاه، عميق قصيص،


هغې ورته ووئيل، ”زما سره يوه ښېګړه وکړه ځکه چې تا ما له په جنوبى برخه کښې زمکه راکړې ده، نو ما له د اوبو څۀ چينې هم راکړه.“ نو کالب هغې له بره او ښکته چينې ورکړې.


عجلون عمونيان او عماليقيان د ځان سره ملګرى کړل، هغوئ بنى اِسرائيلو له شکست ورکړو او د کجورو ښار يريحو يې قبضه کړو.


په دې دوران کښې قينى حِبر په ضعننيم کښې د څېړۍ ونې سره نزدې د قادِس سره خپله خېمه لګولې وه. هغه د نورو قينيانو نه لرې تلے وو، چې هغوئ د موسىٰ د اوخى حوباب اولاد وو.


سِسيرا د قينى حِبر ښځې ياعيل خېمې ته وتښتېدو، ځکه چې د حصور بادشاه يابين د حِبر د خاندان سره د امن تړون وو.


هغۀ قينيانو له خبردارے ولېږلو چې، ”د عماليقيانو نه لاړ شئ نو چې داسې زۀ تاسو د هغوئ سره نۀ تباه کوم، ځکه چې تاسو په هغه وخت کښې په ټولو بنى اِسرائيلو باندې مِهربانه شوئ کله چې هغوئ د مِصر نه راوتل.“ نو قينيان د عماليقيانو نه لاړل.


اکيس به د هغۀ نه تپوس کولو، ”دا ځل تۀ په کوم ځائ حملې کولو له تلے وې؟“ نو داؤد به ورته فرمائيل چې زۀ د يهوداه جنوبى حِصې يا د يرحمئيل قبيلې علاقې ته، يا هغې علاقې ته تلے وم چرته چې قينيان اوسېدل.


رَکل، د يرحمئيل او د قينى ښارونو له،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan