Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 1:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 په هغوئ کښې د يو نوم کالب وو، کالب وفرمائيل، ”زۀ به خپله لور عکسه هغه سړى له ورکړم چې وادۀ يې کړى چې څوک قِريَت‌سِفر قبضه کړى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 1:12
8 Iomraidhean Croise  

خو څوک به ما د قلعې پوخ ښار ته داخل کړى؟ څوک به ما ادوم ته ورسوى؟


تاسو ودونه وکړئ چې زامن او لوڼه مو پېدا شى. نو دغه شان بيا خپل زامن او لوڼه هم وادۀ کړئ چې د هغوئ هم بچى پېدا شى. تاسو په شمېر کښې زيات شئ نه چې کم شئ.


د هغې ځائ نه هغه لاړو چې د دبير په اوسېدونکو باندې حمله وکړى. هغه ښار مخکښې قِريَت‌سِفر بللے شو.


د يهوداه سړى د هغه ځائ نه د دبير ښار طرف ته روان شول، چې په هغه وخت کښې د قِريَت‌سِفر په نوم يادېدو.


هغه ښار عتنى‌اېل قبضه کړو، چې د کالب د کشر ورور قنز زوئ وو، نو کالب خپله لور عکسه هغۀ ته وادۀ کړه.


هغوئ يو بل ته ووئيل، ”هغۀ ته ګورئ. هغۀ ته غوږ ونيسئ چې هغه وائى چې زما سره جنګ وکړئ. ساؤل بادشاه دا وعده کړې ده چې څوک دے ووژنى نو هغۀ له به يو لوئ اِنعام ورکړى، بادشاه به هغه کس له خپله لور هم ورکوى او د هغۀ خاندان به د محصُول ورکولو نه آزاده وى.“


نو هغوئ داؤد ته ووئيل او هغۀ جواب ورکړو، ”د بادشاه زوم جوړېدل دا يوه لويه د عزت خبره ده، دا زما په شان غريب او کمزورى کس دپاره ډېره لويه خبره ده.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan