Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يعقوب 5:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 ستاسو سرۀ زر او سپين زر زنګ شول او د دې زنګ به ستاسو خلاف ګواهى ورکوى، او دا به ستاسو غوښې لکه د اور په شان وسوزوى. تاسو په دې آخرى ورځو کښې خزانې رايوځائ کوئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يعقوب 5:3
19 Iomraidhean Croise  

لابن يعقوب ته ووئيل، ”دا د کاڼو ډېرے به زمونږ د دواړو دپاره يو يادګار وى.“ نو ځکه د هغه ځائ نوم جلعيد شو.


دا ډېرے او دا د يادګارى تيږه دواړه يادګارونه دى. زۀ به کله هم په تا حمله کولو دپاره د دې نه نۀ درتېرېږم او تۀ هم په ما حمله کولو دپاره د دې يادګارى تيږې نه مۀ راتېرېږه.


يعقوب خپل زامن راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل، ”راغونډ شئ او زۀ به تاسو ته ووايم چې په راتلونکى وخت کښې به په تاسو څۀ کيږى.


تا زۀ ګېر کړے يم، او دا زما خِلاف يو ثبوت دے، چې زۀ اوچ کلک او کمزورے شوے يم، او دا زما خِلاف ګواهى ورکوى.


په راتلونکى وخت کښې، په کوم غرۀ باندې چې د مالِک خُدائ کور جوړ دے، هغه به د ټولو نه اوچت غر وى، د غرونو په ټولو غونډو باندې به دا د برج په شان اوچت وى. او ټول قومونه به د سېلاب په شان ور روان وى،


زۀ به د هغوئ دشمنان څوک چې د هغوئ د وينو تږى دى راپاڅوم چې د دوئ ښار نه ګېره واچوى او دوئ ته غټ تکليف ورسوى. او دا ګېره به دومره سخته وى چې دوئ به د خپلو ماشومانو او ګاونډيانو په خوړلو شروع وکړى.


تاسو چې زما د قوم غوښې خورئ، د هغوئ نه څرمن وکاږئ او د هغوئ هډُوکى ټوټه ټوټه کوئ، څوک چې هغوئ لکه د کړى د غوښې په شان ټوکړې کوئ، يا يې لکه د دېګ د غوښې په شان کوئ.


په آخرى ورځو کښې به د مالِک خُدائ د کور غر آباد شى او دا به په ټولو غرونو کښې مشر وى، دا به د غرونو دپاسه اوچت شى، او د ډېرو قومونو خلق به ورته راشى.


خُدائ پاک فرمائى، د دې ټولو کارونو کولو نه وروستو به زۀ خپل روح په ټولو خلقو نازل کړم. ستاسو زامن او لوڼه به نبوت کوى. ستاسو مشران به خوبونه وينى، او ستاسو ځوانان به رويا ګانې وينى.


بلکې تاسو د خپل سخت او ناتوبه ګاره زړونو په وسيله د خپل ځان دپاره د خُدائ پاک د قهر د ورځې غضب زياتوئ کله چې به د خُدائ رښتونے عدالت شروع شى.


د هغوئ خبرې لکه د ناسور په شان خوريږى، او هميناوس او فيلتوس په هغوئ کښې دى


هغۀ ټولو خلقو ته وفرمائيل، ”دا کاڼے به زمونږ ګواه وى. دې کاڼى هغه ټولې خبرې اورېدلې دى کومې چې مالِک خُدائ مونږ سره کړې دى. نو دا به ستاسو خِلاف يو ګواه وى، چې د خُدائ پاک خِلاف د سرکشۍ نه مو وساتى.“


تاسو ته د ټولو نه اول په دې ځان پوهول په کار دى چې په آخرو ورځو کښې به داسې ټوقماران راشى چې مسخرې به کوى او د خپلو خواهشاتو په مطابق به چليږى.


هغه لس ښکرونه چې تا وليدل، هغه به سره د بلا د دې کنجرې نه نفرت کوى، هغوئ به دا بربنډه او برباده کړى او د هغې غوښه به وخورى او په اور به يې ايرې کړى.


خو د چا نومونه چې د ژوندون په کِتاب کښې درج نۀ وُو هغوئ د اور په درياب کښې وغورزولے شول.


خو د ويرېدونکو، بې‌ايمانانو، پليتانو، قاتلانو، حرامکارانو، جادوګرانو، بُت پرستانو او هر قسم دروغژن خلق به په هغه درياب کښې وى چې په کښې د ګوګړو اور بليږى، او دا دوېم مرګ دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan