20 نو تاسو په دې پوهه شئ چې څوک چې ګناه ګار د ګمراهۍ نه راواړوى، هغه به يو کس د مرګ نه بچ کړى او په ډېرو ګناهونو به پړده واچوى.
بختور دى هغوئ د چا نافرمانى چې معاف شوه، او د چا په ګناهونو چې پړده واچولے شوه.
نفرت شر جوړوى، خو مينه په ټولو بدو پرده اچوى.
د حرام مال دولت هيڅ اهميت نشته، خو صداقت د مرګ نه خلاصون ورکوى.
د صداقت مېوه د ژوندون ونه ده، خو هوښيار سړے زړونه ګټى.
د عدالت په ورځ به مال دولت په کار نۀ راځى، خو صداقت به ستاسو ژوند بچ کړى.
هر هغه څوک چې د نورو خطاګانې معاف کوى نو مينې ته وده ورکوى، خو هر هغه څوک چې يوه خبره بار بار تکراروى نو نزدې دوستان سره جدا کوى.
زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هر څوک چې زما خبرو ته غوږ ږدى او په هغه چا ايمان راوړى چې زۀ يې رالېږلے يم، هغه تل عُمرى ژوندون لرى. او هغه به مجرم نۀ شى ځکه چې هغه د مرګ نه ژوندون ته اوړېدلے دے.
چې په دې طريقه زۀ په خپل قوم کښې سيالى پېدا کول غواړم او په هغوئ کښې ځينې بچ کړم.
ځکه چې خُدائ پاک د خپل حِکمت د فېصلې په مطابق دا خوښه کړه چې دُنيا په خپل عقل سره هغه پېژندلے نۀ شى، نو خُدائ پاک دا غوښتل چې د دې بېوقوفۍ بيان په وسيله به هغوئ ته خلاصون ورکړى څوک چې ايماندار دى.
زۀ د کمزورو دپاره کمزورے شوم چې کمزورى راولم. ما خپل ځان د مختلفو خلقو په شان جوړ کړو نو چې په څۀ نا څۀ طريقې سره ځينې خلق بچ کړم.
د خپل ځان او د خپل تعليم ډېر خيال کوه او پرې قائم پاتې شه ځکه چې په داسې کولو به تۀ د خپل ځان او د خپلو اورېدونکو د خلاصون سبب شې.
زۀ پولوس درته په خپل لاس دا ليکم چې زۀ به يې په خپله درته واپس کړم، او دې وئيلو ته ضرورت نشته چې زما په تا کوم قرض دے نو هغه هم تۀ په خپله يې.
نو کله چې د هغۀ بد خواهش راوچت شى نو ګناه ترېنه پېدا شى، او کله چې ګناه زياته شى نو مرګ ترې پېدا شى.
نو ځکه تاسو ټول د ځان نه د پليتوالے او د بدۍ ګند لرې کړئ، او هغه کلام ډېر په عاجزۍ سره قبول کړئ چې په تاسو کښې کَرلے شوے دے. په دې کښې ستاسو د ژوند بچ کولو طاقت دے او دا تاسو بچ کولے شى.
او کومه دُعا چې په ايمان سره وغوښتے شى د هغې په وجه به بيمار روغ شى، او مالِک به هغه راپاڅوى او کۀ هغۀ ګناهونه کړى وى نو هغه به ورته معاف شى.
اے زما وروڼو او خوېندو، کۀ څوک په تاسو کښې د حق د لارې نه واوړى او بل څوک هغه بيا واپس راواړوى،
د ټولو نه لويه خبره دا ده چې په خپلو کښې يو بل سره ډېره مينه کوئ ځکه چې مينه په ډېرو ګناهونو پړده اچوى.
بختور او قُدوس هغه دے چې په دې اولنى قيامت کښې شريک دے. ځکه چې په داسې خلقو د دوېم مرګ اختيار نۀ وى بلکې هغوئ به د خُدائ پاک او د مسيح اِمامان وى او د هغۀ سره به تر زرو کالو پورې بادشاهى کوى.