15 او کومه دُعا چې په ايمان سره وغوښتے شى د هغې په وجه به بيمار روغ شى، او مالِک به هغه راپاڅوى او کۀ هغۀ ګناهونه کړى وى نو هغه به ورته معاف شى.
د صيون يو کس به هم بيا نۀ وائى چې، ”مونږ بيمار يُو،“ او مالِک خُدائ به د هغوئ ګناهونه معاف کړى.
هغۀ جواب ورکړو چې، ”ځکه ستاسو ايمان ډېر کمزورے دے. زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کۀ ستاسو ايمان د شړشمو د تخم هومره هم وى نو چې تاسو دې غر ته ووايئ چې دلته نه هلته لاړ شه، نو هغه به روان شى. او هيڅ کار به ستاسو دپاره ناممکن نۀ وى.“
د دې نه پس عيسىٰ هغه د خُدائ په کور کښې وليدو او ورته يې وفرمائيل، ”وګوره، تۀ ښۀ شوے يې. نوره ګناه مۀ کوه، چې د دې نه درته زيات تکليف پېښ نۀ شى.“
او دا د هغۀ رضا ده چا چې زۀ رالېږلے يم چې زۀ هغه ټولو نه يو هم ورک نۀ کړم څۀ چې هغۀ ما له راکړى دى بلکې د قيامت په ورځ يې راپاڅوم.
ځکه چې خُدائ پاک د خپل حِکمت د فېصلې په مطابق دا خوښه کړه چې دُنيا په خپل عقل سره هغه پېژندلے نۀ شى، نو خُدائ پاک دا غوښتل چې د دې بېوقوفۍ بيان په وسيله به هغوئ ته خلاصون ورکړى څوک چې ايماندار دى.
ځکه چې مونږ ته پته ده چا چې مالِک عيسىٰ ژوندے کړے دے هغه به مونږ هم د عيسىٰ سره ژوندى کړى او سره ستاسو به مو خپلې مخې ته حاضر کړى.
خو په ايمان سره دې سوال کوى او هيڅ شک مۀ کوئ ځکه چې شک کوونکے د سمندر د هغه چپو په مِثال دے کومې چې د هوا په زور بره او ښکته کيږى.
کۀ په تاسو کښې څوک په تکليف کښې وى نو دُعا دې وغواړى، کۀ خوشحاله وى نو هغوئ دې ثنا ووائى.
نو بيا ځکه تاسو په خپلو کښې يو بل ته د خپلو ګناهونو اِقرار وکړئ او د يو بل دپاره دُعا وغواړئ نو چې تاسو شفا ومومئ. د زړۀ نه د صادقه دُعا ډېر اثرناکه وى.
نو تاسو په دې پوهه شئ چې څوک چې ګناه ګار د ګمراهۍ نه راواړوى، هغه به يو کس د مرګ نه بچ کړى او په ډېرو ګناهونو به پړده واچوى.