Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يعقوب 5:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 اے وروڼو او خوېندو، کومو نبيانو چې د مالِک په نوم کلام وکړو، د هغوئ تکليفونه تېرول او صبر کول خپل ځانته نمونه وګڼئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يعقوب 5:10
19 Iomraidhean Croise  

خو هغوئ د خُدائ پاک په پېغام وړونکو پورې ټوقې وکړې، د هغوئ خبرو ته يې توجو ورنۀ کړه او د هغۀ په پېغمبرانو پورې يې خندا وکړه، تر دې پورې چې د مالِک خُدائ غصه د هغۀ د خلقو خِلاف دومره زياته شوه چې د هغې نه د خلاصون لار نۀ وه.


نو حزقياه بادشاه د دې په مطلب پوهه شو چې د هغۀ په ټول ژوند کښې به امن او سلامتيا وى، نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”تا چې ما له د مالِک خُدائ نه کوم پېغام راوړے دے هغه ښۀ دے.“


ما ستاسو خلقو ته بې‌فائدې سزا ورکړه، ځکه چې هغوئ زما اصلاح ‎کول ونۀ منل. خو تاسو لکه د غړمبېدونکى زمرى په شان په خپلو نبيانو حمله وکړه او هغوئ مو قتل کړل.


کۀ چرې هغوئ زما په حضور کښې ما سره ولاړ وے، نو هغوئ به بيا زما کلام خلقو ته اورولو او هغوئ به يې د خپلو شرارتونو او بدعملونو نه را اړول.“


نو آفسرانو او خلقو چې دا واورېدل، نو اِمامانو او پېغمبرانو ته يې ووئيل، ”دې سړى ته دې د مرګ سزا ورنۀ کړے شى، ځکه چې هغۀ مونږ ته د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک په نوم خبرې وکړې.“


اے يروشلمه، اے د يروشلم ښاريې چې تۀ نبيان وژنې او رسولان سنګساروې کوم چې تا ته رالېږلے شوى دى. ما څو ځله دا ارمان وکړو چې ستا بچى راغونډ کړم، داسې لکه چې چرګه خپل بچى د وزرو لاندې راغونډوى، خو تا دا نۀ غوښتل.


نو په هغه ورځ تاسو خوشحالى کوئ او په خوشحالى ټوپونه وهئ ځکه چې په آسمان کښې ستاسو دپاره لوئ اجر دے. هم دغه شان د دوئ پلار نيکونو هم د نبيانو سره دغه شان سلوک کړے وو.


د دُنيا د هر څۀ د بيا نوې کېدو وخت پورې هغه به په آسمان کښې پاتې وى څنګه چې خُدائ پاک د ډېر وړاندې نه د مقدسو نبيانو په وسيله وعده کړې ده.


داسې يو نبى شته چې ستاسو پلار نيکونو نۀ وى زورَولے؟ هغوئ خو هغه نبيان هم ووژل چا چې د صادق د راتلو پېشګوئې کړې وه. او اوس تاسو د هغۀ مُخبرى وکړه او مړ مو کړو.


خپل مشران ياد ساتئ، چا چې تاسو ته د خُدائ پاک کلام بيان کړو. د هغوئ د ژوند د طريقو نتيجو ته غور وکړئ او د هغوئ د ايمان سره سيالى کوئ.


اے وروڼو او خوېندو، د يو بل خلاف خبرې مۀ کوئ. څوک چې د خپل ورور خلاف خبرې کوى يا په بل چا اِلزام لګوى، هغه د شريعت بد وائى او په شريعت اِلزام لګوى، خو کۀ تۀ په شريعت اِلزام لګوې نو تۀ په شريعت عمل کوونکے نه، بلکې په هغې قاضى يې.


کۀ په تاسو کښې څوک په تکليف کښې وى نو دُعا دې وغواړى، کۀ خوشحاله وى نو هغوئ دې ثنا ووائى.


نو اے وروڼو او خوېندو، د مالِک تر راتلو پورې صبر وکړئ، لکه څنګه چې يو زميندار د زمکې د قيمتى فصل په اِنتظار کښې د منى او د سپرلى د باران تر ورېدو پورې صبر کوى.


اے وروڼو او خوېندو، د يو بل خلاف شکايت مۀ کوئ نو چې تاسو سزا ونۀ مومئ. ګورئ، قاضى په دروازه کښې ولاړ دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan