17 نو بيا کۀ څوک په ښۀ کولو پوهيږى او نۀ يې کوى، نو هغه ګناه کوى.
اوس تاسو په دې خبره پوهه شوئ نو تاسو بختور يئ کۀ چرې عمل پرې وکړئ.
کۀ زۀ راغلے نۀ وے او دوئ ته مې وئيلے نۀ وے نو دوئ به مجرم نۀ وُو، خو اوس د هغوئ سره د خپلې ګناه څۀ بهانه نشته.
عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”کۀ چرې تاسو ړاندۀ وے نو ستاسو ګناه به نۀ وه خو اوس چې تاسو دا وايئ چې مونږ بينا يُو، نو په دې تاسو ګناه ګار پاتې شوئ.“
د خُدائ پاک په دې فرمان هغوئ ښۀ خبر دى چې هغه څوک چې داسې عمل کوى، هغوئ د مرګ لائق دى خو بيا هم هغوئ داسې کوى. هغوئ نۀ صرف دا کوى بلکې داسې کوونکو ته شاباسے هم ورکوى.
ولې څۀ چې ښۀ دى نو هغه زما دپاره مرګ دے؟ نه، هيڅکله نه. دا خو ګناه وه چې زۀ يې د ښۀ څيز په وسيله ووژلم او هم په دې شان ګناه خپل اصلى شکل ښکاره کړو، او دغه شان د حکم په وسيله ګناه د نور کله نه زياته بده شوه.
نو بيا د هغوئ دپاره به دا ښۀ وه چې چرې هم هغوئ د صداقت لار پېژندلے نۀ وے هسې نه چې د پېژندلو نه وروستو يې هغه حُکم رد کړى کوم چې ورته د صادقه ژوند تېرولو دپاره ورکړے شوے وو.