15 د دې په ځائ تاسو له دا وئيل په کار دى چې، ”کۀ د مالِک خُدائ رضا وى نو مونږ به ژوندى پاتې شُو او دا يا هغه کار به وکړُو.“
د انسان په زړۀ کښې ډيرې منصوبې وى، خو کيږى هغه څۀ چې د مالِک خُدائ رضا وى.
څوک په خپل حکم څۀ کار کولے شى ترڅو چې مالِک په خپله د هغې حکم نۀ وى کړے؟
خو د اِفِسوس د خلقو نه يې په دې خبره رُخصت واخستلو چې، ”کۀ د خُدائ پاک رضا وى نو زۀ به بيا واپس تاسو له راشم.“ بيا هغه د هغوئ نه لاړو.
او همېشه دا سوال کوم چې د خُدائ پاک په مرضۍ دې آخر هم زۀ د دې جوګه شم چې تاسو ووينم.
نو د دې نه پس به بيا د خُدائ پاک په مرضۍ سره او ښۀ په خوشحالۍ تاسو ته درشم او تاسو سره به دمه وکړم.
ځکه زۀ اوس په لاره کښې تاسو سره ملاقات کول نۀ غواړم بلکې زما دا اُميد دے کۀ مالِک وغوښتل نو څۀ وخت به تاسو سره تير کړم.
خو کۀ مالِک وغوښتل نو زۀ به تاسو له زر درشم او زۀ به نۀ صرف د هغه مغروره خلقو خبرې بلکې د هغوئ روحانى قدرت هم معلوم کړم.
او کۀ د خُدائ پاک رضا وى نو مونږ به هم دغه کارونه کوُو.
خو تاسو په خپلو ډوزو فخر کوئ خو دا قِسم فخر کول بد دى.