Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يعقوب 3:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 خو څوک هم ژبه په قابو کښې نۀ شى راوستلے. دا يوه نا آرامه بلا ده او د وژونکى زهر نه ډکه ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يعقوب 3:8
13 Iomraidhean Croise  

دوئ خپلې ژبې لکه د ښامار په شان تېروى، او د چمچمار زهر يې په شونډو پراتۀ وى.


د هغۀ خبرې خوږې پستې دى، خو د هغۀ په زړۀ کښې خبرې د نفرت دى. د هغۀ خبرې د تېلو په شان نرمې دى، خو دا د تېرو تُورو په شان غوڅونکې دى.


د يروونکو زمرو په مينځ کښې راګېر شوے يم، کوم چې د بنيادم غوښو خوړلو ته اوږے ناست وى، او د چا غاښونه چې د نېزو او غشو په شان وى او ژبې يې تېرې تُورې وى.


دوئ لکه د مار په شان زهريله خبرې کوى، دوئ لکه د کُوڼ کوبرا په شان غوږونه په ځان راړولى دى،


وګورئ چې د خپلو خُلو نه څنګه ګډې وډې نوستل کوى، د دوئ ‎ژبې لکه د تېرو تُورو په شان غوڅول کوى، دوئ په زړۀ کښې وائى چې، ”څوک هم مونږ نه خبر نۀ دى.“


هر څوک چې بد ګُمانه وى نو هغه به برکت ونۀ مومى، د چا ژبه چې دوکه ماره وى په مصيبت کښې به راګېر شى.


کۀ د دم نه مخکښې مار پاړو وچيچى نو بيا د پاړوتوب څۀ فائده نشته.


د هغوئ مرۍ د پرانستى قبرونو په شان دى، هغوئ د خپلو ژبو سره دوکې ورکوى، د هغوئ د شونډو لاندې د مارانو زهر پراتۀ دى.


د داسې ميو په شان چې د مارانو د زهرو نه جوړ وى.


او ژبه هم اور دے، دا زمونږ په اندامونو کښې د شرارت يوه دُنيا ده، دا په ټول وجود کښې بدى پېدا کوى او زمونږ په ټول ژوندون کښې اور لګوى، او په خپله د دوزخ په اور کښې سوزيږى.


نو چې هر قِسم ځنګلى ځناور، مارغان، چينجى او کبان د انسان په قابو کښې راتلے شى او راغلى هم دى،


نو دا لويه اژدها لاندې راوغورزولے شوه، هغه زوړ مار چې شېطان يا اِبليس بللے شى چې ټوله دُنيا يې دوکه کړې ده، هغه د خپلو فرښتو سره لاندې زمکې ته راګزار کړے شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan