7 نو چې هر قِسم ځنګلى ځناور، مارغان، چينجى او کبان د انسان په قابو کښې راتلے شى او راغلى هم دى،
ځکه چې هغۀ ته يې څو څو ځله زنځيرونه او هتکړۍ اچولې وې خو هغۀ زنځيرونه شلولى وُو او هتکړۍ يې ماتې کړې وې او دومره طاقتور هيڅوک نۀ وُو چې هغه يې قابو کړے وے.
په هغۀ کښې هر قسمه ځناور چينجى او ماران او مارغان وُو.
او ژبه هم اور دے، دا زمونږ په اندامونو کښې د شرارت يوه دُنيا ده، دا په ټول وجود کښې بدى پېدا کوى او زمونږ په ټول ژوندون کښې اور لګوى، او په خپله د دوزخ په اور کښې سوزيږى.
خو څوک هم ژبه په قابو کښې نۀ شى راوستلے. دا يوه نا آرامه بلا ده او د وژونکى زهر نه ډکه ده.