يعقوب 3:5 - Pakistani Yousafzai Pashto5 دغه شان ژبه هم يو ورکوټے اندام دے خو ډيرې غټې خبرې کوى څنګه چې يو ورکوټے بڅرکے يو لوئ ځنګل ته اور لګوى. Faic an caibideil |
نو بيا خلقو ووئيل، ”راځئ چې د يرمياه خلاف منصوبه جوړه کړُو. ځکه چې مونږ سره ډېر اِمامان، هوښياران او نبيان شته دے. مونږ ته د هغۀ د شريعت د تعليم، نصيحت او پېشګويۍ ورکولو ضرورت نشته دے. راځئ چې په خولۀ د هغۀ په حقله افواګانې خورې کړُو او په هغۀ اِلزام ولګوو او دوئ چې څۀ هم وائى نور ورته غوږ ونۀ نيسو.“
اوس کله چې تاسو د بيګل، شپيلۍ، رباب، بينجو، سريندې، ستار او هر قسمه موسيقۍ او سازونو آواز واورئ، نو کۀ چرې تاسو دې ته تيار يئ چې هغه د سرو زرو د مجسمې په وړاندې ټيټ شئ او د هغې عبادت وکړئ کومه چې ما جوړه کړې ده، نو ډېره ښۀ ده. خو کۀ چرې تاسو د هغې عبادت ونۀ کړئ نو تاسو به سمدستى د اور بټۍ ته وغورزولے شئ. نو کوم يو معبود به تاسو زما د لاسه خلاص کړى؟“