نو په دې وجه به زۀ هغه څۀ وکړم چې تا غوښتى دى. زۀ به تا له دومره ډېر حِکمت او پوهه درکړم چې نۀ به چا ته مخکښې مِلاو شوې وى او نۀ به تا نه وروستو چا ته مِلاو شى.
خو هغۀ بيا هم ما سره يوه وعده وکړه چې، ستا به يو زوئ پېدا شى چې هغه به په امن سره حکومت کوى، ځکه چې زۀ به هغۀ له د هغۀ د ټولو ګېرچاپېره دشمنانو نه امن ورکړم. د هغۀ نوم به سليمان وى، ځکه چې د هغۀ په بادشاهۍ کښې به زۀ بنى اِسرائيلو له امن او سلامتى ورکړم.
بيا موسىٰ بضلىاېل، اهلياب او نور ټول ماهِر کسان راوغوښتل چا له چې مالِک خُدائ قابليت ورکړے وو او چې د هغوئ زړۀ غوښتل چې کار وکړى او موسىٰ ورته وفرمائيل چې کار شروع کړئ.
مالِک خُدائ به د قومونو اِنصاف وکړى او د هغوئ په مينځ کښې به لانجې هوارې کړى. هغوئ به د خپلو تُورو نه د يوې خولې جوړې کړى او د خپلو نېزو نه به د بوټو قينچيانې جوړې کړى. قومونه به هيڅکله بيا جنګ له لاړ نۀ شى، او نۀ به بيا دوئ د جنګ تربيت حاصلوى.
اے زما وروڼو او خوېندو، زما په خپله هم ستاسو په حقله دا پوخ يقين دے چې تاسو په خپله د نېکۍ نه ډک او په عِلم پوره يئ او يو بل ته د هدايت کولو هم قابل يئ.
نو خُدائ پاک څوک چې د زميندار دپاره تخم او د خوراک دپاره روټۍ ورکوى، هم هغه به تاسو له هم د کَرلو تخم درکړى او زيات به يې کړى او ستاسو د صداقت فصل به هم زيات کړى.
نو آخر دا چې، اے ګرانو وروڼو او خوېندو، څۀ چې رښتيا او د شرافت وى، څۀ چې حق او پاک وى، او څۀ چې زړۀ پورې وى، غرض دا څۀ چې اعلىٰ او د تعريف وى، په دې ټولو خبرو غور کوئ.
زۀ د خُدائ پاک او د عيسىٰ مسيح او د غوره شوو فرښتو په مخکښې تا له حُکم درکوم او تاکيد کوم چې په دې هداياتو بغېر د تعصب نه عمل کوه او د هيچا طرفدارى مۀ کوه.