Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يعقوب 2:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 کۀ تاسو هغه سړى ته زيات اهميت ورکړئ چې ښائسته جامې يې اچولې وى او ورته ووايئ چې، ”دلته بره د دې عزت په ځائ کښې کښېنئ،“ خو غريب سړى ته ووايئ چې، ”تۀ هلته ودرېږه،“ او يا، ”بهر د ور سره نزدې کښېنه،“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يعقوب 2:3
8 Iomraidhean Croise  

غريب سړے د رحم دپاره مِنت زارى کوى، خو مالداره سړے په سختۍ سره جواب ورکوى.


او بيا دوئ يو بل ته وائى، ”ما ته مۀ رانزدې کېږه ګنې ما به پليت کړې. زۀ ستا نه زيات مقدس يم.“ داسې خلق زما په سپېږمو کښې د بدبوئ په شان دى، د داسې خراب بوئ په شان چې هيڅکله نۀ ختميږى.


بيا هيروديس او د هغۀ سپاهيانو د هغۀ سپکاوے وکړو او بې‌عزته يې کړو او په ځلېدونکو جامو کښې يې پيلاطوس له واپس ولېږلو.


ځکه چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د فضل نه خبر يئ. کۀ څۀ هم چې هغه غنى وو خو هغه ستاسو دپاره غريب شو، د دې دپاره چې د هغۀ د غربت په وسيله تاسو مالدار شئ.


فرض کړئ چې کۀ يو سړى د سرو زرو ګوته او ښائسته جامې اغوستې وى او ستاسو د عبادت ځائ ته راشى او يو غريب سړے هم په شلېدلو جامو کښې دننه راشى،


خو تاسو د غريب سپکاوے وکړو. ولې دا مالداره نۀ دے چې په تاسو ظلم کوى او عدالت ته مو راکاږى؟


دا غورېدونکى او شکايت کوونکى خلق دى، هغوئ په خپلو خواهشاتو پسې روان دى، هغوئ د خپل ځان په حقله غټې غټې خبرې کوى او د خپل مقصد دپاره خلقو ته نرمې ګرمې خبرې کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan