23 او د صحيفو هغه ليکل پوره شو چې فرمائى، ”اِبراهيم په خُدائ پاک ايمان راوړو او دا د هغۀ دپاره په صداقت حساب شو،“ او هغه خليل اللّٰه وبللے شو.
ابرام په مالِک خُدائ ايمان راوړو او دا د هغۀ دپاره په صداقت حساب شو.
د ضِلعې د حکمرانانو مشر، د ناتن زوئ عزرياه، شاهى مشير، د ناتن زوئ زبود اِمام،
تۀ زمونږ خُدائ پاک يې. کله چې ستا خلق بنى اِسرائيليان دې مُلک ته راننوتل، چې کوم خلق دلته اوسېدل نو هغه دې وشړل او د خپل خليل اِبراهيم اولاد له دې هغه مُلک ورکړو چې د همېشه دپاره د هغوئ شى.
او زما دوست زما دپاره خُدائ پاک سره بحث کوى لکه څنګه چې يو سړے د خپل دوست دپاره مِنت زارى کوى.
مالِک خُدائ به د موسىٰ سره مخامخ خبرې کولې، لکه چې يو کس يې د خپل ملګرى سره کوى. بيا به موسىٰ خېمو ته واپس راتلو. خو هغه زلمے، د نون زوئ، يشوَع چې د هغۀ مددګار وو، هغه به په خېمه کښې ايسارېدلو.
خو اے زما خِدمتګاره، بنى اِسرائيله، زما د دوست اِبراهيم اولاده. تاسو هغه خلق يئ چې ما غوره کړى يئ،
ولې تاسو په مقدس کِتاب کښې دا چرې نۀ دى لوستى؟ کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړے وو هم هغه د ګوټ سر کاڼے شو.
هغوئ دوه ډاکوان هم د هغۀ سره په سولۍ کړى وُو، يو يې د هغۀ ښى او بل يې د هغۀ ګس لاس ته راځوړند کړے وو.
بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”نن چې تاسو کوم کلام واورېدلو، نو هغه پوره شو.“
او وې وئيل، ”دوستانو، هغه پېشګويانې چې په صحيفو کښې ليکلى دى ضرور به پوره شى کومې چې د داؤد په خولۀ روحُ القُدس د يهوداه په حقله کړې وې چې هغه به د عيسىٰ د ګرفتارونکو دپاره مُخبر شى.
خُدائ پاک خپل هغه اُمت نۀ دے رد کړے چې پخوا يې غوره کړے وو. تاسو خبر نۀ يئ چې صحيفې د الياس په حقله څۀ وائى؟ چې هغۀ څنګه خُدائ پاک ته د بنى اِسرائيلو خلاف شکايت وکړو،
ځکه چې خُدائ پاک په خپل کلام کښې فِرعون ته فرمائى چې، ”خو ما تۀ د دې دپاره بادشاه کړې چې خپل طاقت ستا په ذريعه څرګند کړم او چې زما نوم په ټوله دُنيا کښې خور شى.“
خو صحيفې فرمائى چې مونږ ټول د ګناه بنديوان يُو، نو کومه د معافۍ وعده چې د عيسىٰ مسيح په ايمان کښې ده، هغه به هغه خلقو له ورکړے شى د چا چې پرې ايمان وى.
لکه څنګه چې اِبراهيم په خُدائ پاک ايمان راوړو، او دا د هغۀ دپاره په صداقت حساب شو.
هره يوه صحيفه د خُدائ پاک د خوا نه الهام شوې ده او دا د تعليم ورکولو، ملامتولو، د اصلاح او د صادقه تربيت دپاره فائده مندې هم دى،
نو تاسو وينئ چې انسان تش په ايمان نه، بلکې په عمل صادق کيږى.
ځکه چې صحيفې فرمائى چې، ”ګورئ، زۀ په صيون کښې د ګوټ غوره کړے او قيمتى کاڼے ږدم، او څوک چې په هغۀ ايمان راوړى هغه به شرمنده نۀ شى.“