22 نو تا وکتل چې د هغۀ ايمان او عمل په شريکه کار وکړو او د هغۀ دې کار د هغۀ ايمان کامِل کړو.
فرښتې وفرمائيل، ”هلک له چې هيڅ تکليف ورنۀ کړې او نۀ ورته څۀ ووائې. ما ته پته ده چې تۀ د خُدائ پاک نه يرېږې، ځکه چې تا هغۀ ته خپل اېک يو زوئ هم پېش کړو.“
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”د خُدائ پاک د رضا کار دا دے چې په هغه چا ايمان راوړئ چې هغۀ رالېږلے دے.“
ځکه کۀ زمونږ ايمان په عيسىٰ مسيح وى، نو بيا سنت او ناسنت څۀ غټه خبره نۀ ده. خو کوم کار چې ضرورى دے، هغه صرف ايمان دے چې ځان په مينې سره څرګندوى.
مونږ هر وخت د خپل خُدائ پاک او پلار په حضور کښې ستاسو د ايمان کار او ستاسو مينه ناک خِدمت او ستاسو کلک اُميد چې په مالِک عيسىٰ مسيح دے هغه يادوو.
خو څۀ خلق به وائى چې، ”تۀ ايماندار يې او زۀ نېک کارونه کوم.“ تۀ خپل ايمان بغېر د نېک کارونو نه ما ته وښايه او زۀ به خپل ايمان درته په نېک کار کولو وښايم.
خو څوک چې د هغۀ په کلام عمل کوى نو په دغه کس کښې د خُدائ پاک مينه کامله شوې ده. نو مونږ بيا په دې پوهيږو چې په رښتيا په هغۀ کښې اوسيږو.