Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يعقوب 2:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 اے کم عقله، ولې تۀ په دې هم نۀ پوهېږې چې د نېک کار کولو نه بغېر ايمان عبث دے؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يعقوب 2:20
16 Iomraidhean Croise  

څوک چې په خپله زمکه کښې محنت کوى نو هغۀ سره به ډېر خوراک وى، خو څوک چې بې‌کاره منصوبو پسې ګرځى کم عقل دى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”ستاسو پلار نيکۀ په ما کښې څۀ غلطى ليدلې وه چې هغوئ زما نه دومره لرې شول؟ هغوئ د بې‌کاره بُتانو عبادت شروع کړو او په خپله هم بې‌کاره شول.


اګر کۀ هغوئ خُدائ پاک پېژندلو، خو بيا هم د خُدائ پاک د احترام کولو نه يې اِنکار کولو او ناشُکره وُو، بلکې د هغوئ ټول خيالات باطل شول او د هغوئ بې‌احساسه زړونه په تيارۀ کښې وُو.


ځکه مونږ دا وايو چې خُدائ پاک بنى آدم د ايمان په وسيله صادق کوى، نۀ چې د شريعت په کارونو.


نه، داسې مۀ وايه، تۀ څوک يې چې خُدائ پاک سره بحث وکړې؟ ولې يو لوښے کُلال ته دا وئيلے شى چې تا زۀ په دې رنګ ولې جوړ کړے يم؟


ځکه کۀ زمونږ ايمان په عيسىٰ مسيح وى، نو بيا سنت او ناسنت څۀ غټه خبره نۀ ده. خو کوم کار چې ضرورى دے، هغه صرف ايمان دے چې ځان په مينې سره څرګندوى.


کۀ څوک خپل ځان ډېر غټ ګڼى او په حقيقت کښې څۀ هم نۀ وى، نو هغوئ خپل ځان له دوکه ورکوى.


خيال کوئ هسې نه چې څوک مو په تشو فلسفو او دوکه مارو خبرو کښې راګېر کړى، ځکه چې د هغوئ خبرې د انسانى رواياتو او د دُنيا د بنيادى اصُولو په مطابق دى او د مسيح په مطابق نۀ دى.


خو ځينى خلقو د دې نه مخ واړولو او ګمراه شول او په عبثو خبرو پسې ګرځېدل


ځکه چې ډېر خلق داسې دى چې سرکشى کوى، هغوئ بدزبانه او دوکه باز دى، او دا خبره خاص د هغوئ په حقله صحيح ده څوک چې په سنتېدو باندې ټينګار کوى.


کۀ څوک خپل ځان دينداره ګڼى او بيا خپله ژبه په قابو کښې نۀ ساتى، هغه خپل ځان دوکه کوى، او د هغۀ ديندارى بې‌کاره ده.


دغه شان ايمان هم دے، کۀ د دې سره نيکى کول نۀ وى نو دا ايمان عبث دے.


نو څنګه چې بدن بغېر د روح نه مړ دے هم دغه شان ايمان هم بغېر د نېک کار کولو نه مړ دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan