Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يعقوب 2:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 فرض کړئ چې کۀ يو سړى د سرو زرو ګوته او ښائسته جامې اغوستې وى او ستاسو د عبادت ځائ ته راشى او يو غريب سړے هم په شلېدلو جامو کښې دننه راشى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يعقوب 2:2
9 Iomraidhean Croise  

بيا هغې د عِيسو هغه خاص جامې راواخستلې، چې کومې هغې ورله په کور کښې ساتلې وې او خپل کشر زوئ يعقوب ته يې ورواغوستلې.


بادشاه خپله هغه ګوتمه وويستله، چې هغه به په سرکارى فرمان باندې د مهر لګولو دپاره استعمالېدله او دا يې د يهوديانو دشمن د همداتا زوئ همان له ورکړه چې دے د اجاج د اولاد نه وو.


بادشاه خپله هغه ګوتمه وويستله چې مهر ورباندې وو او چې کومه يې د همان نه واپس اخستې وه او مردکى له يې ورکړه. اِستَر مردکى د همان د جائيداد مشر جوړ کړو.


مونږ ټول د هغه سړى په شان يُو څوک چې ناپاک وى، او زمونږ ټول ښۀ عملونه د پليتې کپړې په شان دى. مونږ د خزان د پاڼو په شان مړاوى شُو او راپرېوځو، او زمونږ ګناهونه مونږ لکه د هوا په شان جارُو کړى.


خو پلار يې خپلو نوکرانو ته ووئيل، زر شئ. زما د ټولو نه ښۀ چُوغه راوړئ او دۀ ته يې ورواغوندئ او ګوته ورپه لاس کړئ او څپلۍ ورپه پښو کړئ.


بيا هيروديس او د هغۀ سپاهيانو د هغۀ سپکاوے وکړو او بې‌عزته يې کړو او په ځلېدونکو جامو کښې يې پيلاطوس له واپس ولېږلو.


کۀ تاسو هغه سړى ته زيات اهميت ورکړئ چې ښائسته جامې يې اچولې وى او ورته ووايئ چې، ”دلته بره د دې عزت په ځائ کښې کښېنئ،“ خو غريب سړى ته ووايئ چې، ”تۀ هلته ودرېږه،“ او يا، ”بهر د ور سره نزدې کښېنه،“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan