Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يعقوب 2:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 تۀ په دې خبره يقين کوې چې خُدائ پاک يو دے. دا ډېره ښۀ خبره ده. اګر چې پيريان هم داسې ايمان ساتى او د يرې نه رپيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يعقوب 2:19
31 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو زما ګواهان يئ، زما خِدمت کوونکى يئ او ما غوره کړى يئ چې تاسو ما وپېژنئ او په ما به ايمان ولرئ او پته درته ولګى چې صرف زۀ خُدائ پاک يم. زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته، نۀ د دې نه مخکښې وو او نۀ به د دې نه وروستو وى.


مالِک خُدائ، څوک چې په بنى اِسرائيلو حکومت کوى او د بنى اِسرائيلو حِفاظت کوى، هغه مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى، ”زۀ اولين او زۀ آخرين يم، زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته.


مۀ يرېږئ، چې ونۀ يرېږئ. ولې ما تاسو ته ډېر مخکښې نۀ وُو وئيلى چې څۀ به کيږى؟ تاسو زما ګواهان يئ. بل خُدائ پاک شته څۀ؟ بل د پناه ځائ نشته چې زۀ ترې نه خبر يم.“


دا زۀ د دې دپاره کوم چې د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې هر چا ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم او بل يو خُدائ هم نشته.


هغه راياد کړئ چې ډېره موده مخکښې شوى وُو، ځکه چې صرف زۀ خُدائ پاک يم او زما په شان بل هيڅ څوک هم نشته.


مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آيا تا ته د غصه کېدو څۀ حق شته؟“


خو خُدائ پاک يُونس ته وفرمائيل، ”ولې تۀ د دې بوټى په حقله د غصه کېدو څۀ حق لرې؟“ ”آو، زۀ يې لرم،“ يُونس ورته وفرمائيل، ”زۀ دومره غصه يم چې د دې ژوند نه راله مرګ ښۀ دے.“


مالِک خُدائ به په ټوله زمکه بادشاه وى، په هغه ورځ به صرف يو مالِک خُدائ وى، او صرف د هغۀ نوم به وى.


هغوئ چغې کړې، ”اے د خُدائ پاک زويه. تۀ زمونږ نه څۀ غواړې؟ تۀ دلته د دې دپاره راغلے يې چې مونږ د قيامت نه وړاندې په عذاب کړې څۀ؟“


”تۀ زمونږ نه څۀ غواړې اے عيسىٰ ناصرى؟ تۀ راغلې چې مونږ هلاک کړې څۀ؟ زۀ دې پېژنم چې تۀ څوک يې، تۀ د خُدائ پاک قُدوس يې.“


عيسىٰ جواب ورکړو، ”اول حکم دا دے چې، ”اے بنى اِسرائيلو واورئ. مالِک زمونږ مالِک خُدائ پاک واحد ذات دے.


او په چغو يې ووئيل، ”اے عيسىٰ، د خُدائ تعالىٰ زويه، تۀ زما نه څۀ غواړې؟ خُدائ ته وګوره چې ما مۀ په عذابوه.“


بيا عيسىٰ هغوئ ته دا هم وفرمائيل چې، ”تاسو په چالاکۍ سره د خُدائ پاک حکم ماتوئ، صرف چې د خپلو رواياتو پابندى وکړئ.


”تۀ زمونږ نه څۀ غواړې اے عيسىٰ ناصرى؟ تۀ راغلې چې مونږ هلاک کړې څۀ؟ زۀ دې پېژنم چې تۀ څوک يې، تۀ د خُدائ پاک قُدوس يې.“


او تل عُمرى ژوندون دا دے چې هغوئ تا وپېژنى چې صرف تۀ رښتينے خُدائ پاک يې او عيسىٰ مسيح څوک چې تا رالېږلے دے.


هغه نوکره پولوس او مونږ پسې راروانه وه او چغې يې وهلې، ”دا د خُدائ تعالىٰ غلامان دى او تاسو ته د خلاصون لار ښائى.“


خو پيريانو جواب ورکړو او وې وئيل چې، ”زۀ عيسىٰ پېژنم او پولوس هم پېژنم، خو تاسو څوک يئ؟“


او څنګه چې هغۀ په صداقت او په نفس قابو ساتلو او د راتلونکى عدالت په حقله بيان شروع کړو نو فِليکس ويرېدو او وې وئيل چې، ”اوس لاړ شه. کله چې زۀ اوزګار شم نو بيا به دې راوغواړم.“


ځکه چې خُدائ پاک يو دے او هغه به سنت شوى د ايمان په وسيله او ناسنته هم د ايمان په وسيله صادق کړى.


نو بُتانو ته د پېش کړے شوى خوراک د خوړلو په حقله مونږ پوهيږو چې په بُت کښې هيڅ رښتينوالے نشته او بغېر د يو خُدائ پاک نه بل نشته.


خو زمونږ دپاره يو خُدائ پاک دے، يعنې پلار، او څوک چې د ټولو څيزونو خالق دے او د چا دپاره چې مونږ ژوندى يُو، او يو مالِک دے، يعنې عيسىٰ مسيح څوک چې د ټولو څيزونو خالق دے او د چا په وسيله چې مونږ ژوندى يُو.


خو د مينځګړى ضرورت په هغه وخت راځى کله چې فريقېن د يو نه زيات شى، خو خُدائ پاک يو دے.


اے بنى اِسرائيله واوره. مالِک زمونږ مالِک خُدائ واحد ذات دے.


ځکه چې يو خُدائ پاک دے او د خُدائ پاک او د انسان تر مينځه مينځګړے هم يو دے، يعنې عيسىٰ مسيح، چې خپله بنى آدم دے


کۀ په حقيقت کښې تاسو په هغه شاهى شريعت عمل وکړئ چې په کِتاب مقدس کښې دے چې فرمائى چې، ”د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه کوئ،“ نو تاسو ښۀ کوئ.


ځکه چې څۀ خلق ستاسو په مينځ کښې راګډ شوى دى په چا چې د ډېر پخوا نه د مجرمانو مهر لګولے شوے دے، بې‌دينه خلق څوک چې زمونږ د خُدائ پاک فضل په عياشۍ بدلوى او زمونږ د يک يو مالِک، مالِک عيسىٰ مسيح نه اِنکار کوى.


او هغه فرښتو چې خپل مقام يې ونۀ ساتلو او خپل ځائ يې پرېښودلو، نو خُدائ پاک هغوئ په ابدى زنځيرونو او په تورتم کښې د قيامت د لوئ ورځې پورې ساتلى دى.


او بيا هغوئ له دوکه ورکوونکے اِبليس د اور او ګوګړو درياب ته وغورزولے شو چرته چې بلا او دروغژن نبى هم ورغورزولے شوے دے او هلته به په شپه او ورځ تل تر تله عذابولے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan