16 او تاسو ورته ووايئ چې، ”په خير لاړ شه، ګرم اوسه او موړ اوسه،“ خو د کومو څيزونو چې هغۀ ته ضرورت وى، هغه ورنۀ کړئ نو د دې فائده څۀ ده؟
عيسىٰ خپل مريدان راوبلل او ورته يې وفرمائيل چې، ”په دې خلقو زما زړۀ سوزى، دوئ د درېو ورځو راسې زما سره دى او د خوراک دپاره ورسره هيڅ نشته. زۀ دوئ اوږى رخصتول نۀ غواړم، هسې نه چې په لاره کښې بېهوشه شى.“
کله چې زۀ اوږے وم تاسو ما له خوراک راکړو، او چې تږے وم د څښلو دپاره مو اوبۀ راکړې، او چې مسافر وم نو تاسو خپل کور ته بوتلم،
او چې بربنډ وم نو تاسو په جامو پټ کړم، کله چې زۀ ناجوړه وم نو تاسو زما خيال وساتلو او چې په جيل کښې وم نو تاسو زما ملاقات له راغلئ.
هغۀ هغې ته وفرمائيل چې، ”زما لورې، ستا ايمان تۀ روغه کړې. په خير لاړه شه او د دې تکليف نه روغه شه.“
مينه دې بېريا وى. د بدۍ نه نفرت کوئ او د نېکۍ سره ځان ونغاړئ.
زۀ د حُکم په طور دا نۀ وايم بلکې د دې دپاره چې زۀ د نورو د جوش مقابل کښې ستاسو د مينې رښتينوالے وآزمائيم.