13 ځکه چا چې رحم ونۀ کړو نو په هغۀ هم د اِنصاف په مطابق رحم نۀ کيږى. بيا هم رحم په اِنصاف غالب دے.
او يو بل ته يې ووئيل، ”دا اوس چې مونږ کړېږُو دا د هغې نتيجه ده چې مونږ د خپل ورور سره څۀ کړى وُو، هغه چې په کوم لوئ مصيبت کښې مونږ وليدلو چې کله هغۀ مِنت زارى کوله، خو مونږ وانۀ ورېدله. دا ځکه اوس مونږ په دې تکليف کښې راګېر يُو.“
زما دا خبره واورئ. دا قېديان ستاسو وروڼه او خوېندې دى. هغوئ پرېږدئ چې لاړ شى، ګنې مالِک خُدائ به په غصه کښې تاسو له سزا درکړى.“
تۀ د وفادارو سره وفادار يې، تۀ د هغوئ سره نېکى کوې څوک چې نېکان دى.
ابدى مينه او وفادارى به دواړه خپلو کښې ترغاړه شى، سلامتى او صداقت به يو بل ښُکلوى.
کۀ يو سړے د غريب ژړا فرياد ته خپل غوږونه بند کړى، نو د هغۀ خپله ژړا فرياد به څوک نۀ اورى.
څوک چې په غريبانانو باندې ظلم کوى د دې دپاره چې مالداره شى او هغه څوک چې اميرانو ته تحفې ورکوى نو دا دواړه به غريب شى.
د ونو څانګې اوچې شوې او ماتې شوې دى او ښځې يې د خشاک په توګه راغونډوى. خلق په هيڅ څيز باندې هم ځان نه پوهوى نو په دې وجه چا چې هغوئ پېدا کړى دى ورباندې هيڅ رحم نۀ کوى، چا چې هغوئ تخليق کړى دى ورباندې هيڅ ترس نۀ کوى.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”کۀ څوک فخر کول غواړى نو هغه دې په دې خبره فخر وکړى چې دوئ ما پېژنى او په دې پوهيږى چې زۀ هغه مالِک خُدائ يم چې په زمکه باندې نۀ ختمېدونکې مينه، عدل و اِنصاف او صداقت راولم. ځکه چې په دې څيزونو کښې زما خوشحالى ده.“
هغوئ ته ووايه چې، زما دې په خپل ذات قسم وى، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ د بدعمله په مرګ هيڅ نۀ خوشحالېږم، بلکې په دې خوشحالېږم چې هغه ټول غلط کارونه پرېږدى او ژوندے پاتې شى. راوګرځئ، د خپلو بدو لارو نه راوګرځئ. اے بنى اِسرائيلو، نو بيا ولې تاسو مړۀ کېدل غواړئ څۀ؟
ستا په شان خُدائ څوک دے چې په خپلو غوره شوو کښې د بچ شوو خلقو جرمونه معاف کړى او د هغوئ ګناهونه نظر انداز کوى؟ ستا غصه د همېشه دپاره نۀ وى، خو تۀ په رحم ښودلو خوشحالېږې.
بختور دى هغوئ چې رحم کوى، په هغوئ به رحم وکړے شى.
خو کۀ تاسو نور نۀ معاف کوئ نو ستاسو آسمانى پلار به هم ستاسو نافرمانى معاف نۀ کړى.
خو اِبراهيم ورته وفرمائيل چې، هغه وخت ياد کړه زويه. په دُنيا کښې ټول نعمتونه ستا په نصيب وُو او ټولې بدبختۍ د لعزر په نصيب وې. اوس هغه دلته په آرام دے او تۀ په عذاب کښې يې.
په نورو اِلزام مۀ لګوئ نو په تاسو به هم اِلزام ونۀ لګولے شى. بل څوک مۀ مجرموئ نو تاسو به هم مجرم ونۀ ګڼلے شئ. معاف کوئ نو تاسو به هم معاف کړے شئ.
خو چې کوم حِکمت د آسمان نه راځى، اول خو هغه پاک وى، بيا صُلح خوښوونکے، نرم مزاجه، تربيت خوښوونکے، د رحم او د ښو مېوو نه ډک، بې له طرفدارۍ او رياکارۍ وى.
ګورئ، کومو مزدورانو چې ستاسو په پټو کښې لَو کړے دے، د هغوئ هغه مزدورى چې تاسو په دوکه ايساره کړې ده، چغې وهى او د لَوګرو فرياد ربُ الافواج خُدائ غوږُونو ته رسېدلے دے.
ادونىبزق ووئيل، ”اويا داسې بادشاهانو زما د دسترخوان نه پاتې شوې ټُکړې راټولې کړې دى چې د هغوئ د لاسونو او د پښو غټې ګوتې پرې کړے شوې وې. اوس خُدائ پاک ما سره هم هغه شان وکړل لکه څنګه چې ما د هغوئ سره کړى وُو.“ هغه يروشلم ته بوتلے شو، چرته چې هغه مړ شو.
د هغې په پښو کښې راپرېوتلو، وغورزېدلو او د هغې پښو کښې پروت وو. د هغې په پښو کښې لاندې پرېوتو، هغه په زمکه وغورزېدلو او مړ شو.