Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يعقوب 1:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 خو په ايمان سره دې سوال کوى او هيڅ شک مۀ کوئ ځکه چې شک کوونکے د سمندر د هغه چپو په مِثال دے کومې چې د هوا په زور بره او ښکته کيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يعقوب 1:6
14 Iomraidhean Croise  

تۀ د جوشناک سېلاب په شان يې، خو تۀ به د ټولو نه عزتمند نۀ يې، دا ځکه چې تۀ زما د بلې ښځې سره څملاستې او د خپل پلار کټ دې پليت کړو.


پطروس عيسىٰ ته ووئيل چې، ”مالِکه، کۀ چرې دا تۀ يې نو ما ته حُکم راکړه چې زۀ هم د اوبو دپاسه درشم.“


نو پاڅه او لاندې ورشه. تۀ د هغوئ سره بې‌تپوسه لاړ شه ځکه چې هغوئ ما درلېږلى دى.“


نو په کار نۀ دے چې مونږ دې نور ماشومان پاتې شُو. او نۀ دې مونږ د نوى تعليماتو په وجه اخوا دېخوا کيږُو او نۀ به نور د خلقو د مکارۍ، چالاکۍ او ټګۍ په منصوبو سره ګمراه شُو.


نو بيا زۀ غواړم چې په هر ځائ کښې دې خلق بغېر د غصې او بحث نه بې‌ګناه لاسونه اوچتوى او دُعا دې کوى.


راځئ چې مونږ د خپل اُميد په اقرار کولو بغېر د يرېدو نه کلک ودرېږو ځکه چا چې لوظ کړے دے هغه وفادار دے.


او بغېر د ايمان نه د خُدائ پاک خوشحالول ناممکن دى، ځکه چې څوک خُدائ پاک ته راځى هغوئ ته په دې ايمان راوړل په کار دى چې هغه موجود دے او چې څوک هغه لټوى، هغوئ ته اجر ورکوى.


د هر قسم او مختلف تعليمونو په وجه بې‌لارې کېږئ مه، ځکه چې دا ښۀ ده چې زړۀ په فضل مضبوط شى، نۀ د هغه خوراکونو په اصُولو کومو چې هغوئ ته څۀ فائده نۀ ده ورکړى چا چې دا منل.


داسې سړے دې دا نۀ ګڼى چې ګنې ما ته به د مالِک نه څۀ په لاس راشى.


او کومه دُعا چې په ايمان سره وغوښتے شى د هغې په وجه به بيمار روغ شى، او مالِک به هغه راپاڅوى او کۀ هغۀ ګناهونه کړى وى نو هغه به ورته معاف شى.


دغه د دروغو اُستاذان لکه اوچ کُوهيان دى او لکه د داسې وريځې په شان دى چې سيلۍ يې وړى راوړى، نو د هغوئ دپاره تک تور ځائ ساتلے شوے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan