Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يعقوب 1:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 او خپل ځان ته د کتلو نه وروستو هغه لاړ شى او سمدستى ترې هېر شى چې هغه څنګه ښکارېدو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يعقوب 1:24
8 Iomraidhean Croise  

مريدان په دې ننداره ډېر حېران شول او دوئ ووئيل چې، ”دا لا څۀ قِسم سړے دے چې هوا او چپې يې هم حکم منى؟“


چا چې دا واورېدل په هغوئ ډېر اثر وشو او وې وئيل چې، ”د دې ماشوم نه به څۀ جوړيږى؟“ ځکه چې د مالِک خُدائ لاس د دۀ په سر دے.


کله چې د هغۀ کوربه فريسى دا وليدل نو د ځان سره يې ووئيل، ”کۀ دا سړے چرې رښتينے نبى وے نو هغه به په دې خبر وے چې دا لاس وروړونکې ښځه څوک ده او دا څنګه ښځه ده يعنې يوه ګناهګاره ده.“


ځکه چې زمونږ زيرے تاسو ته صرف په خبرو نۀ دے راغلے بلکې په قدرت سره، په روحُ القُدس سره او په پوره اعتماد راغلے دے. تاسو ته پته ده چې مونږ ستاسو په مينځ کښې ستاسو دپاره څنګه ژوند تېر کړو.


ځکه چې هر څوک چې د کلام اورېدونکى دى خو په هغې عمل نۀ کوى نو هغه د هغه سړى په شان دے څوک چې خپل شکل په آئينه کښې ګورى.


خو کوم سړے چې هغه کامِل شريعت ته په غور سره ګورى چې خلاصون ورکوى او په هغې عمل کوى او څۀ چې هغه واورى هغه هېر نۀ کړى نو په هغې باندې په عمل کولو به هغه برکت حاصل کړى.


نو څنګه چې ټول څيزونه په دې طريقه هم ويلى کېدونکى دى نو بيا تاسو ته په پاک چال چلن او په ديندارۍ کښې څنګه ژوند کول په کار دى؟


بيا جدعون زِبح او ضلمنع نه تپوس وکړو، ”تاسو په تبور کښې څوک وژلى دى؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”هغوئ ستا په شان وُو، هر يو کس د بادشاه د زوئ په شان وو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan