Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يعقوب 1:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 اے زما وروڼو او خوېندو، دا خبره ياده ساتئ چې هر څوک دې په اورېدو کښې تېز او په وينا کښې قلاره او په غصه کښې سوړ وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يعقوب 1:19
54 Iomraidhean Croise  

د اختر د وړومبۍ ورځې نه واخله تر آخرى ورځې پورې هغوئ هره ورځ د خُدائ پاک د شريعت يوه حِصه لوستله. هغوئ اووۀ ورځې دا اختر وکړو او په اتمه ورځ د اختر د ختمېدو اجتماع وشوه، هم هغه شان لکه څنګه چې په شريعت کښې لازمى شوى وُو.


هغوئ نافرمانى وکړه، تا چې کومې معجزې کړې وې هغه يې هېرې کړې. په خپله سرکشۍ کښې هغوئ يو مشر خوښ کړو چې د مِصر غلامۍ له يې واپس بوځى. خو تۀ بخښونکے خُدائ پاک يې، تۀ مهربان او مينه کوونکے يې، زر نۀ غصه کېږې. ستا رحم لوئ دے، تا هغوئ پرې نۀ ښودل.


تقريباً درې ګينټې هغوئ ولاړ وُو او د مالِک خُدائ د هغوئ د خُدائ پاک قانون ورته ولوستلے شو او ورپسې درې ګينټې هغوئ د خپلو ګناهونو اِقرار وکړو او د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عبادت يې وکړو.


کله چې تاسو خاموش يئ نو زۀ به هم خاموش يم؟ ځکه چې تاسو هلته ولاړ يئ او بله يوه خبره هم نۀ شئ کولے؟


هرکله چې خبرې ډيرې وى نو هلته ګناه هم موجوده وى، خو څوک چې خپله ژبه قابو ساتى هوښيار دے.


څوک چې خپله ژبه په قابو کښې ساتى نو هغه خپل ژوند بچ کوى، خو چې څوک نۀ ساتى نو هغه به تباه شى.


تاوجن خلق کم عقل کارونه کوى، او د چالاکه انسان نه خلق نفرت کوى.


صبرناک سړے لويه پوهه لرى، خو غصه ناک سړے خپل کم عقلتوب په ګوته کوى.


غصه ناک سړے صرف لانجه جوړوى، خو صبرناک سړے جنګونه سړوى.


د هوښيارانو ژبه عِلم خوندور کوى، خو د بې‌وقوفه خولۀ د کم عقلتوب سرچينه ده.


صبرناک انسان د يو طاقتور سپاهى نه بهتر دے، څوک چې په خپله غصه قابو ساتى، د هغه چا نه بهتر دے چې يو ښار فتح کوى.


د خراب بحث شروع داسې وى لکه چې د اوبو په بند کښې وړومبے سورے وشى، د دې نه مخکښې چې جنګ شروع نۀ شى نو دا زر ختم کړه.


يو هوښيار ډيرې کمې خبرې کوى، او يو پوهه کس نرمې خبرې کوى.


څوک چې د خبرې اورېدو نه مخکښې جواب ورکوى، دا د هغۀ کم عقلتوب دے او د هغۀ شرم دے.


په ژبه کښې د مرګ او ژوند طاقت شته دے، او څوک چې دې سره مينه کوى هغوئ ته به يې نتيجه مِلاو شى.


د انسان حِکمت د هغۀ غصه قابو کوى، او د بل بد ځان ته نۀ ودرول هغۀ ته عزت ورکوى.


غصه ناک سړے به ضرور د خپلې غصې اَنجام ته ورسيږى، کۀ تاسو چرې هغه يو ځل بچ کړئ نو تاسو به هغه هر وخت بچ کوئ.


څوک چې خپله خولۀ او ژبه په قابو کښې ساتى، خپل ځان د مصيبت نه خلاصوى.


څوک چې خپل نفس نۀ شى قابو کولے هغه د هغه ښار په شان بې‌وسه دے چې دېوالونه يې غورزېدلى وى.


څوک چې په جلدۍ کښې خبرې کوى نو هغه د کم عقل نه هم بدتر دے.


دا ځل، چې کله خرې فرښته وليده، نو هغه څملاسته. بلعام غصه شو او د امسا سره د خرې په وهلو يې شروع وکړه.


خو زۀ تاسو ته دا وايم چې هر څوک چې يو ورور ته غصه هم وکړى، هغۀ ته به په عدالت کښې ضرور سزا ورکړے شى. او کۀ هغه ورته کم عقل ووائى نو هغه به ضرور عدالت ته جواب ورکوى، او کۀ چرې ورته ليونے ووائى نو هغۀ ته به د دوزخ د اور خطره وى.


داؤد په خپله هغۀ ته مالِک وائى، نو بيا هغه د داؤد زوئ څنګه کېدے شى؟“ هلته ډېره ګڼه وه او ډېر په مينه يې د دۀ خبرې اورېدې.


او دومره ډېر خلق ورته راټول شول چې د دروازې نه بهر هم نۀ ځائېدل. او څۀ وخت چې هغۀ هغوئ ته کلام بيانولو،


ټول محصولچيان او نور بدکاره خلق راغونډ وُو چې د عيسىٰ خبرې واورى.


خو هغوئ په دې کښې بې‌وسه وُو، ځکه چې د خلقو د عيسىٰ په خبرو يقين وو.


په دغو ورځو کښې پطروس د ايماندارانو په مينځ کښې ودرېدو چې دا ټوله ډله تقريباً په شمېر کښې شپږ شلې وه،


نو ما سمدستى تا پسې پېغام وړُونکى درولېږل نو دا ستا ډېره مهربانى ده چې تۀ دلته راغلې. اوس مونږ ټول دلته د خُدائ پاک په حضور کښې په دې طمع ناست يُو چې کوم کلام چې تاسو د مالِک نه حاصل کړے دے هغه واورو.“


کله چې غېر‌يهوديانو دا واورېدل نو ډېر خوشحاله شول او د مالِک د کلام دپاره شُکر ګزار شول او هغوئ څوک چې د تل عُمرى ژوندون دپاره غوره شوى وُو، ايمان يې راوړو.


دا يهوديان د تِسالونيکيه د يهوديانو په نسبت آزاد خياله وو، ځکه چې هغوئ کلام ډېر په اخلاص قبول کړے وو او هره ورځ به يې د صحيفو په لوستلو غور کولو ترڅو په دې پوهه شى چې د هغوئ تعليم صحيح دے او کۀ نه.


ټولو ايماندارانو خپل ځانونه د رسولانو تعليم، ملګرتيا، په شريکه روټۍ او د دُعا دپاره وقف کړى وُو.


د غصې په وخت کښې ګناه مۀ کوئ او خپله غصه د نمر د پرېوتو نه اخوا مۀ پرېږدئ،


د خپل ځان نه هر قِسم تريخوالے، قهر، غضب، کنځلې، غېبت، بد خواهش اخوا کړئ.


نو د مسيح سلامتى دې ستاسو په زړونو حکومت وکړى ځکه چې تاسو د يو بدن د اندامونو په طور د سلامتۍ دپاره رابللے شوى يئ. او شُکر ګزارى هم کوئ.


خو اوس تاسو له په کار دى چې د غصې، قهر، بدخواهۍ، چُغلۍ او سپکې خبرې پرېږدئ.


او د دې دپاره مونږ هم هر وخت د خُدائ پاک شُکر کوُو چې کله تاسو ته د خُدائ پاک کلام درورسېدو کوم چې تاسو زمونږ نه اورېدلے دے، نو تاسو دا قبول کړو د بنى آدم د کلام په طور نه بلکې د حقيقت په طور مو قبول کړو چې دا د خُدائ پاک کلام دے، او چې دا تاسو ايماندارانو کښې کار هم کوى.


اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، مۀ دوکه کېږئ.


اے زما وروڼو او خوېندو، کله چې تاسو په قِسما قِسم آزمېښتونو کښې راګېر شئ نو خپل ځان بختور ګڼئ.


کۀ څوک خپل ځان دينداره ګڼى او بيا خپله ژبه په قابو کښې نۀ ساتى، هغه خپل ځان دوکه کوى، او د هغۀ ديندارى بې‌کاره ده.


اے زما وروڼو او خوېندو، کۀ چرې ستاسو زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح ايمان وى څوک چې د جلال مالِک دے، نو بيا تاسو څنګه طرفدارى کولے شئ؟


اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، واورئ، ولې خُدائ پاک هغوئ نۀ دى غوره کړى څوک چې د دُنيا په نظر کښې غريب دى چې په ايمان به مالداره شى او د هغه بادشاهۍ وارثان به شى چې مالِک يې د هغوئ سره وعده کړې ده څوک چې ورسره مينه کوى؟


هم د دې يوې خولې نه برکت او هم ښېرې راوځى. اے زما وروڼو او خوېندو، په کار نۀ دى چې داسې وشى.


اے وروڼو او خوېندو، د يو بل خلاف خبرې مۀ کوئ. څوک چې د خپل ورور خلاف خبرې کوى يا په بل چا اِلزام لګوى، هغه د شريعت بد وائى او په شريعت اِلزام لګوى، خو کۀ تۀ په شريعت اِلزام لګوې نو تۀ په شريعت عمل کوونکے نه، بلکې په هغې قاضى يې.


خو اے زما وروڼو او خوېندو، د ټولو نه لويه خبره دا ده چې قسم ونۀ خورئ، نۀ د آسمان او نۀ د زمکې او نۀ د څۀ بل څيز، بلکې ستاسو ”آو“ دې ”آو“ وى او ستاسو ”نه“ دې ”نه“ وى، نو چې تاسو د سزا لائق ونۀ ګرځئ.


اے زما وروڼو او خوېندو، کۀ څوک په تاسو کښې د حق د لارې نه واوړى او بل څوک هغه بيا واپس راواړوى،


ما درته دا نۀ دى ليکلى چې ګنې تاسو د رښتياو نه ناخبره يئ بلکې تاسو پرې خبر يئ، او د دروغو د رښتياو سره څۀ تعلق نشته.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan