15 نو کله چې د هغۀ بد خواهش راوچت شى نو ګناه ترېنه پېدا شى، او کله چې ګناه زياته شى نو مرګ ترې پېدا شى.
خو د هغې ونې نه بغېر کومه چې د ښۀ او بد د پېژندګلو پوهه ورکوى. چې هيڅکله د هغې ونې مېوه ونۀ خورې، کۀ تا وخوړه، نو په هغه ورځ به مړ شې.“
چې ښځې ونه وليده نو په زړۀ کښې يې راغلل چې دا ونه دومره ښُکلې ده، مېوه به يې څومره خوَږه وى او څومره مزه به وکړى چې هوښيار شُو. نو لږه مېوه يې ترې وشوکوله او وې خوړله. بيا يې لږه ترې نه خاوند له هم ورکړه ځکه چې هغه ورسره وو او هغۀ هم وخوړه.
داؤد پېغام وړُونکى ورولېږل چې هغه راولى، هغه ورله راغله او داؤد ورسره څملاستو. هغه د مياشتنۍ بيمارۍ نه ايله صفا شوې وه. بيا هغه واپس کور ته لاړه.
داسې خلق نورو ته د نقصان رسولو په سوچ کښې وى، هغوئ شېطانى کوى او د هغوئ زړونه د دوکې نه ډک وى.“
څنګه د بدو منصوبې جوړوى، بدعمله خلق ګوره د مصيبت نه هغوئ ډک وى او فريب کاره.
ځى به لاندې قبر ته ټول بدکاران، چې هېر کړے يې مالِک خُدائ دے هغه ټول قومونه به وى ورروان.
رښتينے صادق سړے به ژوندے پاتې شى، خو هغوئ څوک چې شرارت کوى نو خپل مرګ ته روان دى.
تاسو اُميد سره يئ خو ستاسو په خېټه کښې اوچه ګياه ده او د پېدايښت په وخت به درنه صرف بوس پېدا کيږى. چې کله تاسو پوکے وهئ نو ستاسو ساه نه به اور جوړ شى او تاسو به ايرې ايرې کړى.
په عدالت کښې څوک هم د اِنصاف مقدمه نۀ چلوى، څوک هم د رښتيا دليلونه نۀ پېش کوى. خلق حقيقت نه خالى خبرو باندې اعتبار کوى او دروغ وائى، هغوئ د بدعملۍ نه اُميدواره شى او بيا ترېنه ګناه پېدا شى.
نو بيا يهوداه اِسکريوتى چې په هغه دولسو مريدانو کښې يو وو، مشرانو اِمامانو له لاړو،
خو زۀ تاسو ته دا وايم چې کۀ يو سړے يوې ښځې ته په بد نيت سره وګورى نو هغۀ په خپل زړۀ کښې د هغې سره زنا کړې ده.
خو هر څوک هغه وخت په آزمېښت کښې پرېوځى کله چې هغه د خپلو شهوانى خواهشاتو په جال کښې راګېر شى.
هغۀ د خپل مقصد پوره کولو دپاره مونږ د حق کلام په وسيله پېدا کړُو نو چې مونږ د هغۀ په مخلوقاتو کښې وړومبۍ مېوه شُو.