9 د اِسرائيل ټول خلق او هغه هر يو کس چې په سامريه کښې اوسيږى، هغوئ ته به پته ولګى چې دا هغۀ کړى دى. خو اوس هغوئ مغروره او خود غرضه دى. هغوئ ووئيل،
ميکاياه ورته وفرمائيل، ”تا ته به پته ولګى چې کله تۀ د پټېدو دپاره يوې شاتنۍ کوټې ته لاړ شې.“
غرور انسان د تباهۍ طرف ته بوځى، او د راپرېوتلو نه وړاندې تکبر راځى.
اے مالِکه خُدايه، ستا لاس هغوئ ته سزا ورکولو دپاره اوچت شوے دے خو هغوئ هيڅ غور نۀ کوى، او هغوئ چې ستا قوم دپاره ستا غېرت ته وګورى نو وبه شرميږى. او بيا به تۀ سور اور په خپلو دشمنانو نازل کړې.
په سامريه باندې افسوس چې د شرابى بنى اِسرائيلو شاندار تاج دے. په هغه ښار باندې افسوس چې د بنى اِسرائيلو شان او شوکت وو خو اوس مړاوے کېدونکے ګل دے. په هغه آبادۍ باندې افسوس چې په نشه کښې د ډوبو خلقو په زرخيزه وادۍ باندې ولاړه ده.
بيا به سامريه د بنى اِسرائيلو شرابيانو شاندار تاج د پښو لاندې ذرې ذرې شى.
اے ضدى خلقو، ما ته غوږ ونيسئ څوک چې د خلاصون نه ډېر لرې يئ.
ما ته پته وه چې تاسو به څومره ضديان يئ، ستاسو د مرۍ رګونه به د اوسپنې په شان کلک او ستاسو تندى به لکه د مټکور غوز په شان وى.
کله چې دا خبر د يهوداه بادشاه ته ورسېدو چې د شام فوجيان اِسرائيل سره په جنګ کښې ملګرى شوى دى، نو هغه او د هغۀ ټول خلق دومره زيات ويرېدل او داسې ولړزېدل لکه چې په طوفان کښې ونې خوځيږى.
مالِک خُدائ د يعقوب خلاف کلام کړے دے، او هغه په اِسرائيل مسلط دے.
وګورئ چې بابليانو د ښار د نيولو دپاره ګېرچاپېره څنګه د خاورو ډېرى جوړ کړل. د جنګ، قحط او وبا په وجه به دا ښار بابليانو ته څوک چې پرې حمله کوى حواله شى. تا چې څۀ وئيلى وُو نو هغه کارونه وشول، اوس يې په خپله وګوره.
نو زۀ به په مِصر سزا نازله کړم، او هغوئ به پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
هرکله چې دا هر څۀ رښتيا شى، او يقيناً داسې به وشى، نو بيا به هغوئ په دې باندې پوهه شى چې يو نبى د هغوئ په مينځ کښې اوسېدو.“
بادشاه به ماتم کوى، شهزاده به د خفګان جامې اغوستې وى، د مُلک د خلقو لاسونه به رپيږى. زۀ به د هغوئ سره د دوئ د چال چلن په مطابق سلوک کوم، او د هغوئ په خپل معيار او اصُول به د دوئ عدالت وکړم. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
نۀ به تۀ زما نه بچ شې او نۀ به زۀ په تا رحم وکړم بلکې ستا د چال چلن او بدو اعمالو سزا به تا له درکړم. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم څوک چې تاسو وهى.
بنى اِسرائيلو خپل خالِق هېر کړے دے او شاهى محلونه يې جوړ کړى دى، او يهوداه د پَخو دېوالونو ډېر ښارونه جوړ کړى دى. خو زۀ به د هغوئ په ښارونو اور نازل کړم او هغه به د هغوئ محلونه وسوزوى.“
ادوميان وائى چې، ”اګر کۀ مونږ تباه کړے شوى يُو، خو مونږ به دا کنډرې بيا جوړې کړُو.“ خو مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى چې، ”هغوئ دا جوړولے شى، خو زۀ به يې تباه کړم. دې ته به د بدعملۍ مُلک وئيلے کيږى، او خلق به يې همېشه د خُدائ پاک د لعنت لاندې وى.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”تاسو زما په حقله سپکې سپورې خبرې وکړې،“ ”خو اوس تاسو تپوس کوئ چې، مونږ ستا خلاف څۀ وئيلى دى؟
مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”يقيناً چې هغه ورځ راروانه ده، او هغه به لکه د بټۍ په شان بليږى. په هغه ورځ به ټول مغروره او بدعمله خلق لکه د بوسو په شان وسوزى. د هغوئ جرړې او ټولې څانګې به وسوزى.
اے ځوانانو، هم دغه شان تاسو هم د مشرانو تابعدار اوسئ، بلکې د يو بل د خِدمت دپاره تاسو ټول په حليمۍ ملا وتړئ ځکه چې، ”خُدائ پاک د کبرژنو مقابله کوى خو عاجزانو له فضل ورکوى.“