نو په دې وجه به زمکه لعنتى شى او نقصان به ورته ورسى، او چې د دې خلقو څۀ بد عمل کړے دے نو د هغې بدله ورته ملاويږى. نو په دې وجه د دُنيا خلق کم شول او ډېر لږ خلق ژوندى پاتې شول.
خلق به يو بل سره زياتے کوى. هر يو سړے به په بل سړى او هر يو ګاونډى به په بل ګاونډى رُعب اچوى. ځوانان به د خپلو مشرانو بېعزتى کوى او بدکرداره خلق به د عزتمندو بېعزتى کوى.
د صيون ګناهګار خلق د يرې نه ريږدى. بېدينه خلق رپيږى او وائى، ”د خُدائ پاک تباه کوونکى اور په وړاندې څوک ژوندى پاتې کېدے شى؟ زمونږ د خلقو نه به څوک په داسې ابدى اور کښې ژوندى پاتې شى؟“
نو اوس، لکه څنګه چې خسڼى او اوچ واښۀ ټسيږى او په اور کښې ايرې کيږى، نو داسې ستاسو جرړې به ورَستې شى او ستاسو غوټۍ به اوچې شى او هوا به يې يوسى. دا ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ د ربُ الافواج شريعت رد کړے دے، او د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات حکم ته مو سپک کتلى دى.
جنوبى ځنګل ته ووايه، د مالِک خُدائ کلام واورئ، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ اوس په تاسو باندې اور لګوم، او دا به ستا ټولې شنې او وچې ونې وسوزوى. دا د اور لمبې به مړې نۀ شى، او د جنوب نه د شمال پورې ټول مخونه به د دې په لمبو وسوزى.
د يعقوب اولاد به لکه د اور په شان وى او د يوسف اولاد به لکه لمبه وى، او ادوم به لکه د بوسو په پوره توګه وسوزوى. د ادوم په اولاد کښې به څوک هم ژوندى پاتې نۀ شى. مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.
نو زۀ به هم نور د دې مُلک په خلقو رحم ونۀ کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى. ”زۀ به هر يو خپل ګاونډى ته او خپل بادشاه ته حواله کړم. هغوئ به په مُلک ظلم وکړى، او زۀ به دوئ د هغوئ د لاسونو نه بچ نۀ کړم.“