خلق به يو بل سره زياتے کوى. هر يو سړے به په بل سړى او هر يو ګاونډى به په بل ګاونډى رُعب اچوى. ځوانان به د خپلو مشرانو بېعزتى کوى او بدکرداره خلق به د عزتمندو بېعزتى کوى.
د صيون ګناهګار خلق د يرې نه ريږدى. بېدينه خلق رپيږى او وائى، ”د خُدائ پاک تباه کوونکى اور په وړاندې څوک ژوندى پاتې کېدے شى؟ زمونږ د خلقو نه به څوک په داسې ابدى اور کښې ژوندى پاتې شى؟“
نو اوس، لکه څنګه چې خسڼى او اوچ واښۀ ټسيږى او په اور کښې ايرې کيږى، نو داسې ستاسو جرړې به ورَستې شى او ستاسو غوټۍ به اوچې شى او هوا به يې يوسى. دا ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ د ربُ الافواج شريعت رد کړے دے، او د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات حکم ته مو سپک کتلى دى.
زۀ به ستاسو نه د شمال ټول فوجيان لرې وشړم، او هغوئ به زۀ خوشى صحرا او وران مُلک ته وشړم. او د هغوئ وړومبۍ دستې به مشرقى سمندر ته او وروستۍ به يې مغربى سمندر ته وغورزوم. او د هغوئ سخا شوى لاشونو نه به بدبوئ خېژى او په هر طرف به خوريږى. يقيناً چې مالِک خُدائ غټ کارونه کړى دى.
د يعقوب اولاد به لکه د اور په شان وى او د يوسف اولاد به لکه لمبه وى، او ادوم به لکه د بوسو په پوره توګه وسوزوى. د ادوم په اولاد کښې به څوک هم ژوندى پاتې نۀ شى. مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.
او د هغوئ د عذاب لوګے به تل تر تله راوچتيږى او هر هغه څوک چې بلا يا د هغۀ د بُت عبادت کوى يا د هغۀ د نوم نښه اخلى، د هغوئ به نۀ د شپې او نۀ د ورځې آرام وى.“