Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 9:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 نو مالِک خُدائ به د قوم د ځوانانو نه خوشحاله نۀ وى او هغه به په کونډو او يتيمانانو باندې هم رحم نۀ کوى، ځکه چې ټول خلق د خُدائ نه اوړېدلى دى او بدعمله شوى دى او هغوئ چې څۀ هم وائى هغه بدى وى. خو د مالِک خُدائ غصه به بيا هم نۀ سړيږى او هغۀ به د سزا ورکولو دپاره خپل لاس اوچت کړے وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 9:17
33 Iomraidhean Croise  

ځکه چې د خُدائ پاک نه د منکرو خلقو اولاد به نۀ وى، او څوک چې د رشوت سره مينه کوى نو اور به د هغوئ کورونه سوزوى.


هغۀ سره دې څوک ښېګړه ونۀ کړى او نۀ دې څوک د هغۀ په يتيمانانو بچو رحم وکړى.


د هغۀ خوشحالى د آس په طاقت کښې نۀ ده، او نۀ د هغۀ خوشحالى د انسان په طاقت کښې ده.


اے ګناهګار قومه، تاسو خپلو ګناهونو رالاندې کړى يئ. بدعمله نسله، بدکرداره بچو، تاسو خپل مالِک خُدائ رد کړے دے. کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس خُدائ پاک دے او تاسو د هغۀ نه مخ اړولے دے.


او د دې په وجه غريبانانو خلقو له موقع نۀ ورکوئ چې هغوئ ته خپل حق مِلاو شى او د هغوئ سره اِنصاف وشى. او د دې قانون په وجه کونډې ستاسو په چال کښې راګېرې شى او يتيمان لوټ کوئ.


هيڅ به پاتې نۀ شى، يا خو به تاسو د قېديانو په مينځ کښې د يرې نه زېړې داړې نيولې وى او يا به په جنګ کښې ووژلے شئ. خو د مالِک خُدائ غصه به بيا هم نۀ سړيږى، هغۀ به تاسو له د سزا درکولو دپاره خپل لاس اوچت کړے وى.


ما اسوريان ورولېږل چې په دې بې‌دينه قوم باندې حمله وکړى، دا هغه خلق دى چې زۀ يې غصه کړے يم. ما هغوئ د دې دپاره ورلېږل چې هغوئ وشوکوى او لوټ يې کړى او هغه خلق د لارې د خاورې په شان د پښو لاندې کړى.“


هغوئ به د خپلو غشو او ليندو سره زلمى ووژنى. هغوئ به په تې رَودُونکو ماشومانو او په نورو ماشومانو هيڅ رحم او ترس نۀ کوى.


ستا جنازه به د نورو بادشاهانو په شان عزت سره نۀ کيږى، ځکه چې تا خپل مُلک تباه کړے دے او خپل خلق دې وژلى دى. د بدعمله کس اولاد به هيڅکله هم د عزت سره نۀ ياديږى.


خلقو دُنيا پليته کړې ده ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک قانون مات کړے دے او هغه لوظ يې مات کړے دے کوم يې چې د همېشه دپاره ورسره کړے وو.


د ونو څانګې اوچې شوې او ماتې شوې دى او ښځې يې د خشاک په توګه راغونډوى. خلق په هيڅ څيز باندې هم ځان نه پوهوى نو په دې وجه چا چې هغوئ پېدا کړى دى ورباندې هيڅ رحم نۀ کوى، چا چې هغوئ تخليق کړى دى ورباندې هيڅ ترس نۀ کوى.


بې‌شکه چې يروشلم په لړزان دے. او په يهوداه زوال راغلے دے. هغوئ چې هر څۀ وائى او کوم عمل کوى هغه د مالِک خُدائ خِلاف دے، هغوئ په جار بار د مالِک خُدائ خلاف بغاوت کوى.


خو مالِک خُدائ پاک هم هوښيار دے. هغه په تاسو افت راولى. هغه خپلې خبرې سر ته رسوى چې بدعمله او هغه خلقو له سزا ورکړى چې څوک د دې بدعمله خلقو حِفاظت کوى.


مِصريان خو څۀ خُدايان نۀ دى، هغوئ خو بنى آدم دى. د هغوئ آسونه خو څۀ آسمانى مخلوق نۀ دے ځکه چې دا آسونه د غوښې نه جوړ دى. کله چې مالِک خُدائ خپل لاس اوږد کړى، نو څوک چې د چا مدد کوى نو هغه به راپرېوځى او د چا چې مدد کيږى نو هغه به هم راپرېوځى او دا دواړه به تباه شى.


تاسو اُميد سره يئ خو ستاسو په خېټه کښې اوچه ګياه ده او د پېدايښت په وخت به درنه صرف بوس پېدا کيږى. چې کله تاسو پوکے وهئ نو ستاسو ساه نه به اور جوړ شى او تاسو به ايرې ايرې کړى.


قومونه به په مکمل طور داسې وسوزى، لکه د ازغو د هغه بوټو په شان چې کټ کړے شى او اور ته وغورزولے شى.


نو ځوانان هم ستړى ستومانه شى، او خراب راوغورزيږى.


نو اوس، لکه څنګه چې خسڼى او اوچ واښۀ ټسيږى او په اور کښې ايرې کيږى، نو داسې ستاسو جرړې به ورَستې شى او ستاسو غوټۍ به اوچې شى او هوا به يې يوسى. دا ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ د ربُ الافواج شريعت رد کړے دے، او د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات حکم ته مو سپک کتلى دى.


نو ځکه مالِک خُدائ خپلو خلقو ته سخت په قهر دے او خپل لاس يې اوچت کړے دے چې هغوئ له سزا ورکړى. غرونه به وخوځيږى او چې څوک مړۀ شى نو د هغوئ لاشونه به په کوڅو کښې د ګند په شان پاتې شى. خو د مالِک خُدائ غصه به بيا هم نۀ وى سړه شوې او هغۀ به د سزا دپاره لاس اوچت کړے وى.


لکه څنګه چې يو زلمے يوې پېغلې سره وادۀ کوى، نو داسې به ستا زامن تا سره لوظ وکړى. لکه څنګه چې د وادۀ زلمے د خپلې ناوې سره خوشحاله وى، نو داسې خُدائ پاک به ستا نه خوشحاله وى.


زۀ پخپله به په يروشلم خوشحالى کوم، او د هغې په خلقو به خوشحاله يم. په هغې کښې به نور د ژړا شور او د پرېشانۍ چغې نۀ شى اورېدے.


د نمرخاتۀ طرف ته شام او د نمرپرېواتۀ طرف ته فلستيه خولۀ پرانستلې ده چې اِسرائيل ژوندے تېر کړى. خو د مالِک خُدائ غصه تر اوسه پورې سړه نۀ ده، او هغۀ د سزا دپاره تر اوسه پورې لاس اوچت نيولے دے.


منسى به په اِفرائيم او اِفرائيم به په منسى حمله وکړى، بيا به هغوئ يو ځائ په يهوداه حمله وکړى. خو د مالِک خُدائ غصه لا سړه نۀ ده، او هغۀ د سزا ورکولو دپاره لاس اوچت نيولے دے.


خو اے مالِکه خُدايه، اوس پرېږده چې د هغوئ بچى د لوږې نه مړۀ شى، پرېږده چې هغوئ په تُوره قتل کړے شى. د هغوئ ښځې دې بورې او کونډې شى، پرېږده چې د هغوئ بوډاګان سړى په وبا مړۀ شى، پرېږده چې د هغوئ ځوانان په جنګ مړۀ شى.


د يروشلم په کوڅو کښې ښکته پورته منډې ووهئ. اخوا ديخوا په غور سره وګورئ او په چوکونو کښې لټون وکړئ. کۀ چرې تاسو داسې يو کس هم پېدا کړئ چې هغه صداقت او اِنصاف کوى او په رښتياو پسې ګرځى، نو زۀ به دا ښار نۀ تباه کوم.


”زما دې په خپل ذات قسم وى مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، زۀ به په مضبوطو لاسونو سره په تاسو حکومت وکړم او خپل لاس به دراوږد کړم او خپل غضب به په تاسو نازل کړم.


”ما په تاسو وباګانې راوستلې څنګه مې چې په مِصريانو رالېږلې وې. ما ستاسو زلمى په تُوره ووژل، او ستاسو ټول آسونه مې بوتلل. ما ستاسو په لښکر ګاه کښې ستاسو پوزې د مړو د بوئ نه ډکې کړې. خو تاسو بيا هم ما ته واپس رانۀ غلئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى.


په هغه ورځ به ښائسته پېغلې او ځوانان د تندې نه بې‌هوشه شى.


مؤمنان د دُنيا نه ختم کړے شول، يو نېک هم پاتې نۀ شو. ټول انسانان په دې انتظار کښې دى چې وينه توئ کړى، هر يو خپل ورور په جال کښې راګېروى.


هغوئ به څومره ښکلې او ښائسته وى. غله به ځوانان سړى، او نوى مے به ځوانې ښځې څربه کړى.


اے د مارانو بچو، ستاسو خبرې څنګه ښې کېدے شى چې په خپله تاسو ښۀ نۀ يئ؟ ځکه چې کومې خبرې چې په خولۀ راځى هغه د زړۀ نه راوځى.


او د سحر په وخت وايئ چې نن به سيلۍ راشى ځکه چې آسمان سور او دوند دے. تاسو د آسمان د مخ تعبير کولے شئ خو د زمانو په نښو نۀ پوهېږئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan