8 هغوئ به د سېلاب په شکل کښې د يهوداه نه تېر شى، اے عمانوايله، اوبۀ به لکه د مرغۍ د وزرو په شان خوَرې وى او ستا ټول مُلک به يې نيولے وى. او خلق به يې تر مرۍ مرۍ پورې پټ کړى وى.“
د هغۀ ساه لکه د سېلاب په شان ده چې هر څۀ تر مرۍ مرۍ ډوبوى. هغه به مغروره قومونه د تباهۍ دپاره چاڼ کړى. هغه به دوئ قابو کړى او د بربادۍ په طرف به يې يوسى.
نو مالِک خُدائ به په تا، ستا په خلقو او په ټول شاهى خاندان داسې سخت وخت راولى چې د کله نه اِسرائيل د يهوداه نه جدا شوے دے نو تر نن ورځې پورې نۀ دے راغلے. هغه به د اسور بادشاه راولى چې په تاسو باندې حمله وکړى.
”مالِک خُدائ وفرمائيل چې، وګوره، د شمال نه اوبۀ څنګه راوچتيږى، او د سېلاب په شان په زور شور راروانې دى، دا به ټوله زمکه او هر څۀ چې په کښې دى رالاندې کړى، ښارونه او د هغې اوسېدونکى به ډوب کړى، ټول خلق به د مدد دپاره چغې وهى او څومره خلق چې په کښې اوسيږى هغوئ به ژړا کوى.
او هغه به د هغوئ سلامتيا سرچينه وى. کله چې اسوريان زمونږ په مُلک حمله وکړى او زمونږ په پَخو دېوالونو راواوړى، مونږ به د هغوئ خلاف د قوم اووۀ مشران، او ورسره اتۀ حکمرانان هم راوچت کړُو.