Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 8:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 نو په دې وجه به زۀ، مالِک خُدائ د اسور بادشاه او د هغۀ ټول لښکر راولم چې په يهوداه حمله وکړى. د هغۀ لښکر به داسې وړاندې راشى لکه چې د فرات د سيند اوبۀ د غاړو نه راوړېدلې وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 8:7
38 Iomraidhean Croise  

ګوره، زۀ به يو سېلاب راولم چې په زمکه ټول مخلوق تباه شى. هر ساه لرونکے څيز به مړ شى،


مالِک خُدائ د اسور بادشاه په حقله فرمائيلى دى، هغه به دې ښار ته نۀ ننوځى او نۀ به د دې خِلاف يو غشے وولى. يو فوجى به هم د ډال سره دې ښار ته نزدې رانۀ شى او د دې محاصرې دپاره به د خاورو ډېرے جوړ نۀ کړے شى.


د هغه نورو خلقو په شمول کوم چې عظيم او عزتمند اسور‌بنى‌پال د خپلو کورونو نه بوتلل او د سامريه په ښار کښې او د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته سامريه کښې په نورو ځايونو کښې يې دېره کړل.“


يو بل درياب دے چې نِهرونه يې د خُدائ پاک ښار خوشحالوى، او د خُدائ تعالىٰ مقدس کور خوشحالوى.


هغه به د سمندر نه تر سمندر پورې، او د فرات د سيند نه د زمکې تر آخره به حکومت کوى.


نو په دې وجه به مالِک خُدائ ربُ الافواج يو داسې مرض راولېږى چې د اسور څربه جنګيالى به اوچ کلک شى. او د هغوئ لوئى به د اور په لمبو وسوزوى.


بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے اسوريانو، زۀ اسور د چُوکې په توګه استعمالوم چې هغه خلقو له سزا ورکړم چې زۀ چا ته غصه يم.


مالِک خُدائ به بحرِقُلزم اوچ کړى او هغه به خپل لاس د فرات سيند طرف ته اوچت کړى او يوه ګرمه هوا به راولېږى او د دې نه به اووۀ واړۀ نِهرونه جوړ کړى، چې هغوئ په اوچه زمکه په آسانۍ تېر شى.


تاسو لافې وهلې چې تاسو د مرګ سره لوظ کړے دے او د عالمِ ارواح سره مو تړون کړے دے. ستاسو دا يقين دے چې کله افت راشى نو تاسو به بچ شئ، ځکه چې ستاسو خيال دا دے چې خپل دروغ او دوکه به تاسو بچ وساتى.


زۀ به اِنصاف د دې فيته او صداقت د دې د سال مزے کړم. تاسو چې په کومو دروغو باندې يقين ساتئ نو ږلۍ به يې ټول يوسى او سېلابونه به ستاسو د پناه ځايونه وران کړى.“


ګورئ، مالِک خُدائ به داسې قوى او طاقتور لښکر راولېږى، لکه د ږلۍ طوفان او زل زول او د باران د طوفان په شان، دا به لکه د زورَور سېلاب پرې حمله وکړى او په زمکه به يې سر د لاندې راوولى.


کله چې تاسو د سمندر په ژورو اوبو کښې روان يئ، نو زۀ به ستاسو مل يم، کله چې تاسو د سمندرونو نه تېرېږئ نو ډوبېږئ به نه. کله چې تاسو په اور کښې تېرېږئ، نو تاسو به نۀ سوزئ، او د اور شُغلې به تاسو ته نقصان نۀ درکوى.


نو بيا به د نمرپرېواتۀ په طرف خلق د مالِک خُدائ د نوم نه يريږى او نمرخاتۀ په طرف خلق به د هغۀ د نوم جلال بيانوى. ځکه چې هغه به د يو تېز سېلاب په شان په هغوئ راشى لکه چې د مالِک خُدائ باد راروان کړے وى.


نو مالِک خُدائ به په تا، ستا په خلقو او په ټول شاهى خاندان داسې سخت وخت راولى چې د کله نه اِسرائيل د يهوداه نه جدا شوے دے نو تر نن ورځې پورې نۀ دے راغلے. هغه به د اسور بادشاه راولى چې په تاسو باندې حمله وکړى.


کله چې هغه وخت راشى، نو مالِک خُدائ به د اسور بادشاه د نائى په توګه د فرات سيند د بلې غاړې نه راولى او هغه به ستاسو ږيرې، سر او په بدنونو وېښتۀ کل کړى.


”مالِک خُدائ وفرمائيل چې، وګوره، د شمال نه اوبۀ څنګه راوچتيږى، او د سېلاب په شان په زور شور راروانې دى، دا به ټوله زمکه او هر څۀ چې په کښې دى رالاندې کړى، ښارونه او د هغې اوسېدونکى به ډوب کړى، ټول خلق به د مدد دپاره چغې وهى او څومره خلق چې په کښې اوسيږى هغوئ به ژړا کوى.


سمندر به په بابل راواوړى او د هغۀ زورَورى چپې به بابل پټ کړى.


مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، کله چې زۀ ستا ښار په کنډرو بدل کړم، لکه د هغه ښار په شان چې په کښې کله څوک نۀ وى آباد شوى، او کله چې زۀ د سمندر د تل نه اوبۀ په تا راوخېژوم او په هغه ډوبو اوبو کښې غرق شې،


د هغۀ زامن به د جنګ دپاره تيار شى او يو لوئ لښکر به جوړ کړى، دا به لکه د سېلاب غوندې وى او جنګ به د هغۀ قلعه ګانو ته ورورسوى.


د هغۀ په وړاندې به لوئ لښکر جارُو شى، هغه او مشر اِمام به تباه شى.


د دې دوه شپېتۀ وارې اووۀ کاله نه وروستو به مسح کړے شوے کس قتل کړے شى او هغۀ سره به څۀ نۀ وى. نو په هغه وخت کښې به بيا بل حکمران راوچت شى د چا لښکرې به چې دا ښار او د خُدائ کور تباه کړى. د دې خاتمه به لکه د سېلاب راشى، او د جنګ او د هغې بدبختى به د آخر پورې جارى وى، او د هغې تباهۍ حکم جارى شوے دے.


د دې په وجه به زمکه ولړزيږى او څوک هم چې په دې مُلک کښې اوسيږى هغه به ماتم کوى. لکه څنګه چې په مِصر کښې د نيل درياب د سېلاب په وخت کښې اوچتيږى داسې به ټوله زمکه اوچته شى، او بيا به دوباره کښېنى.“


مالِک خُدائ، ربُ الافواج خُدائ، چې زمکې له لاس وروړى نو زمکه ويلى شى. او د هغې ټول خلق ماتم کوى. ټوله زمکه داسې اوچتيږى لکه څنګه چې د سېلاب په وخت دريائے نيل راوچتيږى، او بيا واپس ښکته کيږى.


نو د هغې زخمونه لا علاجه دى. دا يهوداه ته هم راغلو. دا زما د خلقو نزدې دروازې پورې راورسېدو، تر دې چې يروشلم ته راورسېدو.


هغه به د خپلو رمو د شپونتوب دپاره ودريږى د مالِک خُدائ په طاقت سره، د مالِک خپل خُدائ پاک د نوم په رُعب سره. او هغوئ به په امن سره اوسيږى، نو بيا به د هغۀ عظمت د دُنيا آخرى حدونو ته ورسيږى.


او هغه به د هغوئ سلامتيا سرچينه وى. کله چې اسوريان زمونږ په مُلک حمله وکړى او زمونږ په پَخو دېوالونو راواوړى، مونږ به د هغوئ خلاف د قوم اووۀ مشران، او ورسره اتۀ حکمرانان هم راوچت کړُو.


خو هغه به په يو زورَور سېلاب سره د نينوه خاتمه وکړى، هغه به خپل دشمنان د لحد تيارو ته ورسوى.


هغه د يو داسې سړى په شان دے چا چې د کور جوړولو دپاره ښۀ ژور بنيادونه وکنستل او بنياد يې په پوخ ګټ کېښودلو. او هر کله چې سېلاب راغلو نو په کور وروختو خو هغه يې ونۀ خوځولے شو ځکه چې هغه پوخ جوړ شوے وو.


بيا فرښتې ما ته ووئيل چې، ”تا چې کوم سمندر وليدو چې لويه کنجره پرې ناسته ده، دا د خلقو اُمتونه، قومونه او ژبې دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan