2 ما د اورِياه اِمام او د يبرکياه زوئ زکرياه په وړاندې دا وليکل او دا دواړه کسان ايمانداره ګواهان وُو.
چې عُمر يې پينځويشت کاله وو او په يروشلم باندې يې نهۀويشت کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور ابياه د زکرياه لور وه.
د څۀ تعليم چې ما ورکړو، نو هغه دې په طومار کښې درج کړے شى او زما شاګردانو له دې ورکړے شى.
ما د ګواهانو په وړاندې د هغه زمکې انتقال نامه وليکله او په هغې مې دستخط وکړو او مهر مې پرې ولګولو او هغه سپين زر مې په تله کښې وتلل.
دا درېم ځل دے چې زۀ تاسو ته درځم، د دې دپاره چې د هر اِلزام دپاره د دوو يا درېو ګواهانو ضرورت به وى چې هغه پرې مجرم ثابت کړے شى.
بيا بوعز د ښار لس مشران راغونډ کړل او هغوئ ته يې هم ووئيل چې کښېنئ او هغوئ کښېناستل.