Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 8:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 کۀ څوک تاسو ته ووائى چې، ”د قسمت ښودونکو او مړو روحونو سره خبرو والا نه پته وکړئ، د هغوئ نه چې په نرى آواز سره يا په ګونګسو کښې خبرې کوى،“ هغوئ به وائى، ”د هر څۀ نه به ښۀ نۀ وى چې خلق د خپلو معبودانو سره مشوره وکړى؟ د ژوندو د خاطره مونږ د مړو د روحونو سره ولې مشوره ونۀ کړُو؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 8:19
28 Iomraidhean Croise  

او د غلې اووۀ نرو وږو هغه ډک وَږى تېر کړل. ما دا خوبونه نجوميانو ته ووئيل، خو هيچا ما ته د دې تعبير نۀ شو ښودلے.“


خو د مالِک خُدائ يوې فرښتې الياس ته حُکم وکړو، چې هغه د تِشبى پېغمبر وو، چې دے لاړ شى او د سامريه اخزياه بادشاه پېغام وړونکو سره مِلاو شى او تپوس ترې نه وکړى چې، ”تاسو د عقرون خُدائ بعل‌زبوب سره مشورې له ولې روان يئ؟ ځکه چې ستاسو خيال دا دے چې په اِسرائيل کښې خُدائ نشته؟


هغۀ خپل زوئ د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړو. هغۀ د کوډو او جادو نه کار واخستو او قسمت ښودونکو او فالګرو سره يې مشورې کولې. هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف لويه ګناه وکړه او د هغۀ غصه يې راوپاروله.


په هغه کِتاب کښې د ليکلى شوى قانون عملى کولو دپاره چې خِلقياه اِمام د مالِک خُدائ په کور کښې موندلے وو، يوسياه بادشاه د يروشلم او د نور ټول يهوداه نه ټول جادوګر او قسمت ښودونکى او کورنى ټول بُتان او د غېرو قومونو د عبادت نور ټول حرام څيزونه لرې کړل.


ساؤل ځکه مړ شو چې د مالِک خُدائ سره يې خيانت وکړو او د مالِک خُدائ د حُکمونو نافرمانى يې وکړه. هغۀ د کوډګرې ښځې په ذريعه د مړو د روحونو سره مشورې هم کولې.


هغۀ د هنوم په وادۍ کښې خپل زامن د سوزېدونکې نذرانو په توګه قربانى کړل. هغۀ د غېبو کارونو او جادو نه کار اخستلو او قسمت ښودونکو او د فالګرو سره يې مشورې وکړې. هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف لويه ګناه وکړه او د هغۀ غصه يې راوپاروله.


هغوئ د بعل د فعور بُت عبادت وکړو او بُتانو ته د پېش کړے شوو قربانو غوښې يې وخوړلې،


مِصريان به حوصله بائيلى او زۀ به د هغوئ منصوبې ګډې وډې کړم. هغوئ به د بُتانو، د مړو د روحونو والا نه او فالګرو نه مشورې اخلى.


خو اوس هغوئ مړۀ شوى دى او بيا به نۀ راژوندى کيږى، د هغوئ روحونه به واپس نۀ راځى، ځکه چې تا دوئ له سزا ورکړې ده او تباه کړى دې دى. او د هغوئ نوم او نشان دې ختم کړے دے.


بيا به تۀ د زمکې لاندې نه خبرې کوې، د خاورو نه به ستا غلے آواز راوځى. څنګه چې د يو مړى روح د قبر نه د خبرو کولو کوشش کوى، دغه شان به ستا آواز غلے شان راځى.


تاسو زما د مشورې نه بغېر د مدد دپاره مِصر ته لاړئ. تاسو غوښتل چې مِصريان مو بچ کړى، نو په دې وجه تاسو د مِصر په فِرعون باندې يقين وکړو.


مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، کوم ذات چې هغوئ پېدا کړى دى، هغه وائى، ”تاسو څنګه زما د بچو په حقله ما نه تپوس کولے شئ؟ څۀ چې ما جوړ کړى دى د هغې په حقله تاسو څنګه ما له حُکم راکولے شئ؟


خپل جادو او کوډې ځان سره وساته، تا د وړوکوالى نه دا استعمال کړى دى. کېدے شى چې دا ستا دپاره مددګار ثابت شى، او تۀ په دې خپل دشمنان ويروى.


تا له چې کومې مشورې درکړے کيږى نو د هغې نه تۀ ستړے يې. ستا نجوميان چرته دى، چې ستورو ته ګورى او مياشت په مياشت پېشګويانې کوى؟ هغوئ دې راشى او څۀ چې کېدونکى دى تا دې د هغې نه بچ کړى.


بلکې مالِک خُدائ رښتونے خُدائ پاک دے. هغه ژوندے خُدائ پاک او ابدى بادشاه دے. د هغۀ د قهر و غضب نه ټوله دُنيا لړزيږى، قومونه د هغۀ غضب ته ټينګېدے نۀ شى.


نو بيا خپلو دروغژنو نبيانو، فالګرو، د خوب تعبير کوونکو، خپل قسمت معلومونکو او جادوګرو ته غوږ مۀ نيسئ، څوک چې تاسو ته وائى چې تاسو به د بابل د بادشاه خِدمت نۀ کوئ.


د هغه خلقو نصيحت اورېدلو له مۀ ورځئ چې د مړو د روحونو مشورې ورکوى. کۀ تاسو داسې وکړل نو ناپاک به شئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.


کۀ څوک د هغه خلقو نصيحت اورېدلو له ورځى چې د مړو د روحونو مشورې ورکوى، نو زۀ به د هغۀ نه مخ واړوم او زۀ به هغه نور د خپلو خلقو نه نۀ ګڼم.


زۀ به ستا جادوګر تباه کړم او ستاسو په مينځ کښې به فالګر نور نۀ وى.


مونږ يوه ورځ چې عبادتخانې ته روان وُو نو يوه نوکره مو وليدله چې پرې د غېب عالم روح ناست وو او هغې خپلو مالِکانو ته د فال کتو په ذريعه ډيرې پېسې ګټلې.


ستاسو په مينځ کښې دې داسې کس نۀ وى چې خپل بچى په اور کښې قربانى کوى، او خپل خلق مۀ پرېږدئ چې د غېبو په خبرو عمل وکړى، يا فال وګورى يا په منتر پسې وګرځى


يا تعويذ استعمال کړى، د ښاپېرو په ذريعه کار وکړى او هغوئ مۀ پرېږدئ چې د مړو روحونو سره مشورې وکړى.


ځکه چې د هغه مُلکونو خلقو په خپله د هغه هرکلى په حقله بيان وکړو، کوم چې ستاسو په مينځ کښې زمونږ وشو، او چې تاسو څنګه د بُتانو نه د ژوندى او حقيقى خُدائ پاک خِدمت کولو ته راواوړېدئ،


خو څنګه چې په بنى اِسرائيلو کښې د دروغو نبيان راوچت شوى وُو، هم دغه شان به په تاسو کښې د دروغو اُستاذان راوچت شى. هغوئ به په پټه هلاکوونکى بدعتونه راوباسى او هغوئ به د هغه مالِک نه اِنکار وکړى چا چې د هغوئ فديه ورکړې ده، او په خپلو ځانونو به زر هلاکت راولى.


ښځې ترې نه تپوس وکړو، ”زۀ ستا دپاره د چا روح راوغواړم؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”د سموئيل.“


سموئيل ورته وفرمائيل، ”چې مالِک خُدائ پرېښے يې او هغه ستا دشمن شوے دے نو زۀ دې ولې راوغوښتلم؟


نو ساؤل خپلو آفسرانو له حُکم ورکړو، ”يوه کوډګره ښځه ولټوئ چې د مړو د روحونو سره مشورې کوى او زۀ به ورشم او مشوره به ورسره وکړم.“ هغوئ جواب ورکړو، ”په عين دور کښې يوه داسې ښځه شته.“


نو ساؤل خپل ځان بدل کړو، هغۀ د شاهى جامو په ځائ عامې جامې واغوستلې او د تيارې نه پس هغه د خپلو دوو سړو سره هغه ښځې له مِلاوېدو له لاړو. هغۀ ورته ووئيل، ”زما دپاره د روحونو سره مشوره وکړه او ما ته ووايه چې څۀ کيږى. د هغه سړى روح راوغواړه چې زۀ يې نوم اخلم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan