چې کله عِيسو وکتل او هغه ښځې او ماشومان يې وليدل، نو هغۀ تپوس وکړو، ”دا تا سره څوک دى؟“ يعقوب ورته وفرمائيل، ”صاحِبه، خُدائ پاک په ما ډېر مهربانه دے او دا بچى يې راکړى دى.“
زۀ به د داسې کس مخالفت کوم او نورو خلقو ته به يې د خندا مثال جوړ کړم. او زۀ به هغه د خپل قوميت نه وباسم. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.
بيا د اوسپنې يو څادر راواخله، دا ستا او د ښار په مينځ کښې د اوسپنې دېوال په شان ولګوه او خپل مخ د ښار طرف ته راوګرځوه. دا به د محاصرې لاندې وى، او تۀ به دا ښار محاصره کوې. دا به د بنى اِسرائيلو دپاره يوه نښه وى.